د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان مو مظاهرو کولو ته مجبوروي"




د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دا څو شپې کېږي چې وسله وال طالبان يې کليو ته ورځي او هر ماښام قومي مخور او سپين ږيري له ځان سره بيايي.

دوی وايي وسله وال طالبان قومي مخور په دې مجبوره کوي چې ځوانان د دولت او طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون کوونکيو پر خلاف مظاهرو ته وهڅوي.

د يادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی حاجي هيبت شاه وايي چې وسله وال له هر جوماته درې درې تنه سپين ږيري ماښام بيا يې او بيا يې تر پېشلمي پور هلته ايسار کړي وي.

دی وايي سپين ږير حيران دي چې اوس وسله والو ته انکار وکړي که خپل ځوانان د بلا خولې ته ورکړي.

(( تقريبآ دا درې څلور شپې کېږي چې طالبان د محکم ، علم خېلو، سنګينک او ادين کليو ته ورځي. بيګا يې له هر کلي څخه درې درې کسان وړي وو تر پېشلمي پوري. هلته سپين ږيرو ته وايي چې تاسي به مظاهره کوئ او وياست به چې موږ له دغه اربکيانو څخه سخت خسته يو. حتی نن ما يو دقيق راپور واخيست چې دوی غواړي بعضي ځانمرګي هم په مظاهره کې تير کړي، دوی به برق او ټليفونو خادې هم ونړوي.))

د سيمې يو تن بل اوسېدنکی حاجی محمد بيا وايي چې وسله والو وړمه ورځ يو تن سپين ږيری چې له مظاهرې کولو څخه يې انکار کړی وو وژلی دی.

(( اوس کليو ته ورځي او په زور خلک دې ته مجبوره کوي چې تاسي مظاهره وکړئ. يو چا انکار ځينې کړی وو پرون يي بېچاره ويشتلی دی او وژلی يې دی. دوی په زور خلک مجبوره کوي که يې څوک نه ورسره ومني وژني يې، وژل يې هم ډېر په ظالمانه توګه وي ))

خو بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد د سيمې اوسېدونيکو دغه ادعاوي ردوي چې طالبان په زوره کليوال د پاڅون کوونکيو او دولت پر ضد مظاهرو ته هڅوي.

مجاهد وايي نه مو تر اوسه چاته د مظاهرو ويلي دي او نه وروسته څوک په دې مجبوره وو چې لاريونونه وکړي.

د ده په خبره که د سيمې اوسېدونکي د دولت او پاڅون کوونکيو پر ضد لاريون کوي دا يې خپل کار دی او دوی يې نه ورڅخه منع کوي.

تر دې وړاندې د سيمې اوسېدونکيو ويلي وو چې ځينې وسله وال هغه سپين ږيري وژني چې پاڅون کوونکي يې ښه ايسي خو دا لومړی ځل دی چې وايي وسله وال مو مظاهرو کولو ته مجبوره کوي.

سید شاه سقیم غزني

XS
SM
MD
LG