د لاسرسي ځای

د کراچۍ یو پښتون د مرګ له خولې ژوندی راووت





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: په کراچۍ ښار کې د اخ و ډب د پېښو په مهال ځینې کسان تښتول کیږي او بیا په ډزو د ویشتو روستو د هغوی مړي په بورو کې اچول کیږي او د ښار په شاړو کې غورځول کېږي ـ اختر نبي یو داسې ځوان دی چې هغه د وسله والو له خوا په ډزو د ویشتو روستو په بورۍ کې اچول شوی و خو له نیکمرغه هغه د بورۍ نه ژوندی وتلی دی ـ

د کراچۍ ښار اورنګي ټاون د ګلشن غازي په علاقه کې نوموړی د خپلې زړې مور،خویندو او ورونو سره د کرایه په کور کې استوګن دی ـ هغه وایي پلار یې لسګونه کلونه وړاندې د مزدروۍ له پاره د پښتونخوا له تورغر ضلعې کراچۍ ته راغلی دی او همدلته میشت دی ـ



اختر نبي وایي رکشه یې چلوله ،څه موده وړاندې یوه ورځ د دوی په سېمه کې حالات ناڅاپه خراب شول ، په عین حال کې هغه او د هغه بل همځولی طاهر کرم په خپله رکشه کې بنارس ته روان و چې د اورنګي ټاون په ړومبي نمبر کې وسله والو یې رکشه ودروله ـ

((کسانو رامنډې وهلې ، ویل یې پټهان هی پکړو (پښتون دی وینسئ) زه یې د روستو نه ونیولم او بیا یې زه او زما ملګری ښکته راکوز کړو ـ تالاشي یې راله واخیسته ـ بیا یې دننه کړو ـ چاته یې ټلیفون وکړو ـ ځینو په اردو او ځینو په بنګالۍ ژبه خبرې کولې ،ـ بیا نور کسان راغلل هغوی موږ ته وویل چې کلیمه ووایي ـ موږ ویل زموږ ګنا څه ده ـ بیا موږ کلیمه وویله ـ هغه ماته تمانچه ونیوله ـ په ما یې درې ډزې وکړې خو خطا لاړې ـ بیا یې تمانچه زما ملګري(طاهر کرم) ته ونیوله ، هغه د اولني ډز سره شاته وغورځیدو ـ بیا یې بیا ماته تمانچه ونیوله ـ زه په دویم ډز په سینه ولګیدم ،وغورځیدم ـ نورې ډزې یې راله په شا وکړې ))

۲۱ کلن اختر نبي وایي دده سره ملګری طاهر کرم له ړومبي ډز سره ځای په ځای مړ شو ، خو هغه پخپله پنځه ډزه په سینه ،لاسونو او پښو د لګیدو له امله زخمي و، ړومبې بې هوشه و خو څه وخت روستو هغه په هوش کې راغې ـ دا چې دغه وخت اختر نبي په خپلو سترګو څه ولیدل په اړه یې هغه وایي،

((ښه ډېر وخت موږ پراته و ، پښې مې درد کولو خو ما پرې کنټرول کړی و ـ یوه نیمه ګینټه پس هغوي بیا راغلل ـ دومره وخت کې موږ نه ډېرې وینې بهیدلی وې ، کارغان راباندې لګیا و ـ هغوي زه د هغو وینو نه لږ ښکته راښکلم ـ د بیلچو اوازونه راتلل ـ کرشا ختله ـ ما دا سوچ کولو چې دوی څه ځای کني او بیا پکې موږ ډوبوی او یا به مو کوهي ته ګوزاروي ))

خو شاید دا د اختر نبي بخت و چې وژونکو هغوی هلته په زمکه کې ښخ نه کړل ، بلکې په بورو کې د بندولو روستو یې هم په خپله رکشه کې واچول او بیا یې په شاړ ځای کې وغورځول.

((پښې یې راله وتړلې ـ بورۍ یې راوړې ـ اول یې هغه بورۍ کې بند کړو او بیا یې زه بورۍ کې بند کړم ـ بیا یې په رکشه کې کیښودو ـ زه یې لاندې کیښودم او هغه یې راباندې دپاسه کیښودو ـ بیا یې رکشه بهر چوک ته راوسته ـ په دې کې موټر سایکل د سټارټیدو اواز راغلې ـ زه پوهه شوم چې هغوي لاړل ـ بیا ما په بورۍ زور کړو ـ په لاس مې وشلوله نو سر مې رابهر کړو ـ دې وخت ایمبولانسونه هم راغلي و، او ډېر خلک راته راغونډ شوي و ـ بیا یې زما ملګری په بېل ایمبولانس کې او زه یې په بېل ایمبولانس کې عباسي شهید هسپتال ته یوړو))

د نري نروچکي بدن څښتن اختر که څه هم اوس ګرځیدلی شي خو د هغه یو لاس او یوه پښه سم کار نه کوي ،ـ د اختر نبي مور وایي خوشاله ده چې زوی یې سترګې غړوي او ژوندی پاتی شوی دی ، خو چې کله هغه د خپل ځوان زوی شل شوي لاس او د روغتیا اوسنی حالت ته ګوري نو اوښکې څڅوي.

((غریب له مزدورۍ وتۍ دی ـ کوژدن مې ورته کړی دی ـ خوسر یې ۵۰ زره نغدې او یوه نیمه توله سره رانه غواړي ـ موږ د خدای په چارو ناچاره یو او دکرایه کور دی ـ یوه کمره کور دی موږ ټول پکې ګوزاره کوو ـ دې زوی به ما ته پیسې ګټلې ـ اوس چې ګوډ شوی دی نو کار پرې نشي کولای ـ د رکشې ډریورۍ ته یې زه نه پریږدم ـ ورته وایم ډریوري مه کوه ـ بیا به دې راته څوک وولي ـ پلار یې بوډا دی ـ زموږ هیڅ اسره نشته ـ زما اسره خدای او همدغه بچي دي ـ نه مو په کلي کې خپل کور او جایداد شته او نه دلته ))

په کراچۍ ښار کې د روان اخ و ډب په مهال دزیاترو وژل شویو خلکو مړي په بوریو کې اچول کیږي اوبیا غورځول کیږي ، خو ددغو کسانو له جملې څخه تراوسه یوازې یو اختر نبي دی چې ژوندې راوتلی دی ـ

XS
SM
MD
LG