د لاسرسي ځای

ایران هم د اولمپیک لوبو کې د سروزو تمغه یووړه


د ایران لوبغاړي حامد سوریان ریحان پور د آذربايجان روشان بایيراموف ته په ۵۵ کلوګرامه ګریکو رومن کبډی کې ماتې ورکړه.

د ایران لوبغاړي حامد سوریان ریحان پور د آذربايجان روشان بایيراموف ته په ۵۵ کلوګرامه ګریکو رومن کبډی کې ماتې ورکړه.

لندن اولمپک

پرون د لندن اولمپک مقابلو په نهمه ورځ ایران په اولني وار دسرو زرو میډل ګټلو کې هغه وخت بریالي شو چې ددغه هېواد لوبغاړي حامد سوریان ریحان پور د آذربايجان روشان بایيراموف ته په ۵۵ کلوګرامه ګریکو رومن کبډی کې ماتې ورکړه.

دا راز د۷۴ کلو ګرام په مقابله کې ورلډ چمپین رومان ولاسوف د ارمینیا آرسن جول فلک یان ته ماتې ورکړه او بلخوا د کازکستاناولګا ریپکووا د ښځو په دریو دانګونو کې د سرو زرو تمغه وګټله.

دا راز د ټینس په دوه کسیزه لوبه کې بیلا روس برتانیا ته ماتې ورکړه او د سرو میډل یې ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG