د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: له چادونو او ډزو ۱۰ تنه ووژل شول






د خیبرایجنسۍ چارواکي وايي، تیره شپه د ایجنسۍ په باړه سیمه کې په بیلا بیلو پیښو کې خوا وشا لس کسان وژل شوی دی او یو شمیر ژوبل دي.

د دوی په وینا د باړې په اکا خیلو خرماتنګ کې په یوه ریموټ کنټرول بمی چاودنه کې دوه طالب وسلوال چې په موټر سائیکل روان وو ووژل شول، ورپسې د اکا خیل قبیلې د کسانو او ځايي وسلوالې ډلې ترمینځ په یوه نښته کې درې کسان وژل شوی دی،او بیا د شپې ناوخته په یوه بله بمی چاودنه کې نور پینځه وسلوال وژل شوي دي. تردې دمه کومې وسله والې ډلې ددې پیښو په اړه لا څه نه دي ویلي.

بلخوا د خېبرایجنسۍ پولیټیکل چارواکو مشال راډيو ته ویلی چې، نن دجمرود تحصیل په ټېډي بازار سیمه کې وسله والو د نېټو رسد پر کنټېنرو په ډزو کې یو ډریور وژلی دی.

دسیمې چارواکې زیاتوي د پیښې تحقیقات کوي او په سیمه کې یې د لټون عملیات شورو کړي دي. یوې وسله والې ډلې عبدالله عظام بریګیډ ددې برید ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

پرون د اتوار په ورځ هم د بلوچستان په خضدار سیمه کې وسله والو د نېټو رسد وړونکو دوو ټینکرو ته اور اچولی وو.

XS
SM
MD
LG