د لاسرسي ځای

رحیم وردګ،بسم الله محمدي دباوررایې خپلې نه کړې


عبدالرحیم وردګ

عبدالرحیم وردګ

مشال راډیو

د افغانستان ولسي جرګې نن ددې هیواد پر دوو وزیرانو بې باوري ښکاره کړه. د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي او د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ چې د باور د رایو د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته پیژندل شوي وو، په دې ونه توانیدل چې پنځوس جمع یو رایې خپلې کړي.



دافغانستان په ولسي جرګه کې د خالي په ورځ دواړه وزیران ددې خبرې لپاره غوښتل شوي وو چې دافغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو باندې د پاکستان د غاړې د توغندیو د پرله پسې باران په اړه مدلل ځوابونه ووايي، خو داچې دوی د وکیلانو پوښتنو ته کره ځوابونه ونه ویلی شول نو ځکه ترې د باور رایه واخیستل شوه.


بسم الله محمدي

بسم الله محمدي



عبدالرحیم وردګ دوه اویا مثبتې رایې واخیستې او یوسل او شپږڅلویښتو کسانو دده پرضد خپلې رایې وکارولې. همدارنګه بسم الله محمدي نوي مثبتې او یوسل او شپږ ویشت مخالفې رایې واخیستې، په دې توګه دواړه په خپلو چوکیو د پاتې کیدو جوګه پاتې نه شول.

دافغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د ولس مشر کرزي نه غوښتنه کړې چې ددواړو بې باوره شویو وزیرانو پر ځای دې، نوي کسان وټاکي.

دیادولو ده چې تر دې وړاندې هم دافغانستان ولسي جرګې یو شمیر وزیرانو ته د نه باور رایه ورکړې، خو هغوی د ولس مشر کرزي له خوا بیا هم په خپلو چوکیو د سر پرست وزیرانو په توګه پاتې شوي دي.

همدارنګه دولس مشر کرزي د کابینې په یو شمیر نورو وزیرانو باندې هم ددرغلیو او دخپلو چوکیو نه د ځان په ګټه د کار اخیستلو تورونه دي.


حضرت عمر ذاخیلوال

حضرت عمر ذاخیلوال


دافغانستان د اداري فساد پرضد د ټاکل شوې ادارې مشر عزیز الله لودین تیره ورځ ویلي ووچې د ولس مشر حامد کرزي له خوا ورته دنده سپارل شوې چې ددې هیواد د مالیې د وزیر ډاکټر عمر ذاخیلوال کړي کارونه دې و څاري.

نوموړي دمشال راډیو دافغان څانګې سره د خبرو پرمهال وویل ، دولس مشر حامد کرزي نه یې غوښتنه کړې ده چې د حضرت عمر ذاخیلوال وظیفه دې و ځنډوي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دافغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر ذاخیلوال دافغانستان نه بهر خپل ایکاونټ ته زیاته اندازه پیسې لیږدولي دي.
XS
SM
MD
LG