د لاسرسي ځای

تحریک طالبان ملاکنډ، پر ذاهدخان دبرید پړه ومنله




د خيبر پښتونخوا په سوات کې د هوټلونو د ټولنې مشر زاهد خان د ناڅرګندو کسانو په ډزو سخت ژوبل شوی دی.


د زاهد خان ورو يعقوب خان مشال ريډيو ته وویل، ورور یې تیر ماسخوتن د لمانځه د پاره جومات ته روان و چې برید پرې وشو.

نوموړی دسېدو شریف روغتون ته د علاج لپاره رسول شوی دی، ویل کیږي چې نوموړي ژور تپونه لیدلي دي.

د پيښې په اړه د ځاې تاڼې يو چارواکې محمد اقبال مشال ريډيو ته وویل چې دوی د نامعلومه کسانو خلاف مقدمه درج کړې او د پېښې پر پلټنو بوخت دي.

د زاهد خان خپل خپلوان وايي چې د دوي له چا سره دشمني نه شته .بل پلو د تحريک طالبان پاکستان ، ملاکند څانګې په زاهد خان د بريد پړه قبوله کړې ده.

زاهد خان چې دعوامي نیشنل پارټۍ سره یې هم یو وخت ملګرتیا لرله، د سوات د هغو مخورو مشرانو څخه و، چې تل به یې پر وسله والو نیوکې کولې او حکومتي ځواکونو ته به يې هم د ملامتۍ ګوته نیوله چې ګواکې د سیمې د امنیت په خرابولو کې دوی هم لاس لري.
XS
SM
MD
LG