د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل:الیکشن کمیشن مو درایه ورکونکو شمیره کمه ښايي



د پاکستان د قبایلي سیمو وسیدونکي وايي ددې هیواد د انتخاباتو د کمیسون له خوا د ټولو قبایلي سیمو د رایه ورکونکو شمیره اولس لکه ښودل شوې چې ددوی په وینا داشمیره سمه نه ده.

دوی وايي د فاټا ټوله شمیره اتیا لکو ته رسیدلې ، نو د رایه ورکونکو شمیره به هم تردې ډیره لوړه وي. دوی همدارنګه وايي چې د جنګونو له امله قبایلیان ښاري سیمو ته هم کډه شوي دي.

د متحده قبایل پارټۍ مشر حبیب ملک مشال راډیو ته په دې اړه وویل چې دقبایلي سیمو د رایه ورکونکو شمیره به تر هغې دوه برابره وي چې حکومت یې ښايي.

دپاکستان په پارلیمان کې د قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي غړي وايي دوی به په اسمبلۍ کې داخبره پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG