د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان ته ایسارې شوې پیسې ورکړې


د پاکستان د سټیټ بینک ویاند سید وسیم الدین مشال راډیو ته ویلي چې دې هیواد د ترهګرۍ پر ضد د جنګ لپاره د امریکا نه یو اعشاره یوولس اربه ډالره تر لاسه کړي دي. نوموړي وویل چې هیواد یې د چارشنبې په ورځ دغه پیسې تر لاسه کړي دي.

دا پیسې وروسته له هغې د امریکا د حکومت له خوا ایسارې کړی شوې وې چې د مومندو د سلاله پېښې پر سر د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ رامنځ ته شوی و.
اسلام اباد د خپلو ۲۴ و سرتیرو د وژل کیدو په غبرګون کې په خپله خاوره د ناټو د رسد لارې تړلې وې.

د ناټو د رسد د بحالۍ نه پس، پاکستان ته د پیسو ورکول ، ددواړو هیوادونو ترمنځ د وضعې د ښه کیدو ښکارندويي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG