د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: زرګونه پښتانه ماشومان له ګوزڼ څاڅکي محرومه





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) چارواکي وایي په کراچۍ ښار کې ۲۲ زره ماشومان د ګوزڼ څاڅکي ورکولو څخه بې برخې پاتې شوي دي ـ

د یادې ادارې چارواکي وایي په ګډاپ ټاون کې د بدامنۍ له وېرې د ګوزڼ په ضد د څاڅکو ورکونکې ډلې یادې سېمې ته نه وې تلې چې له امله یې دغه ستونزه مخې ته راغلې ده ـ په کراچۍ کې د ډبلیو ایچ او کوارډینټر الیاس دورې په دې باب مشال ریډیو ته وایي،

((په ګډاپ ټاون کې ۲۲ زره ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ په ضد ورکیدونکي څاڅکي نه و اچول شوي ـ وجه یې همدغه د امنیت وه ـ دغو ورځو کې د ګوزڼ په ضد کمپاین سره اړونده دوه کسان چې یو یې بهرنۍ ډاکټر و او بل یې سېمه یز ویکسینېټر و، پرهغوی حملې شوې وې ، چې له امله یې یاده سېمه کې د ګوزڼ په ضد د څاڅکو ورکولو کمپاین ځنډول شوې و ))

هغه زیاته کړه ددې نه مخکې یې په کراچۍ ښار کې د ګوزڼ کمپاینونه هر ځل په کامیابۍ سره ترسره کړي دي ـ

ګډاپ ټاون د کراچۍ په شمال مغرب کې واقع دی ـ په دغه سېمه کې د قبایلي سېمو او افغانستان څخه راغلي پښتانه په ګڼ شمیر کې اباد دي ـ یاده سېمه کې تېره میاشت یعنې د جولایي په ۱۷ نېټه د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې دپاره د ګوزڼ په ضد کمپاین چلونکې بهرني ډاکټر باندې حمله شوې وه چې په ترڅ کې یې نوموړې زخمي شوې و ـ

ددې پېښې دوه ورځې روستو د ګډاپ ټاون په مچر کالونۍ کې د ګوزڼ په ضد کمپاین چلونکې ویکسنیټر اسحاق کاکړ نامالومه کسانو په ډزو وژلی و ـ

د روغتیا د نړیوالې ادارې یو بل چارواکی جنید شاه وایي سېمه کې د ترسره شوو پرله پسې پېښو روستو د ګوزڼ په ضد د څاڅکو ورکولو ډلې سېمې ته د موجودو امنیتي ستونزو له وجې نه تلل او دوي مجبور و چې دغه کمپاین وځنډوي ـ

((ولسي خلکو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو ورکولو څخه انکار نه وو کړی ، خو ستونزه داده چې په دغو سېمو کې زموږ دکمپاین سره اړونده کسانو باندې د حملو روستو د ګوزڼ په ضد څاڅکې ورکونکي ټیمونه دغو سېمو ته نه تلل او همدا وجه ده چې په زرګونو ماشومان له دې څخه بې برخې پاتې شول ))
د هغه په خبره که په سېمه کې د امنیت په بابله راپېښه دغه ستونزه همداسې پاتې وي نو دوي ویره لري چې هسې نه د ستمبر په میاشت کې ترسره کیدونکې د ګوزڼ کمپاین هم په دغو سېمو کې د ځنډ ښکارشي ـ
د روغتیا دنړیوالې ادارې د نینشل سرویلنس کوارډینټر زبیر مفتي وایي ګډاپ ټاون کې د رامنځته شویو دواړو پېښو په سر یې د کراچۍ له امنیتي چارواکو سره خبرې شوي دي او هغه هیله مند دی چې راتلونکي میاشت پورې د امنیت ستونزه حل کړی شي ـ

((د ګوزڼ راتلونکې پلان د ستمبر په لسمه نېټه شورو کیږي ـ موږ امید لرو چې ترهغې پورې په ګډاپ ټاون کې راپېښه د امنیت ستونزه حل شوي وي او موږ به راتلونکې کمپاین په ګډاپ ټاون او نورو سېمو کې په کامیابۍ سره مکمل کړو))

بلې خوا د ګډاپ ټاون پولیس مشر افتخار لودي وایي سېمه کې د ګوزڼ د څاڅکو ورکونکو کسانو باندې د ترسره شویو دواړو حملو په اړه پلټنې کوي او په راتلونکي کې به ددغه کمپاین چلونکو د خوندیتوب په موخه به لازم ګامونه پورته کوي ـ

XS
SM
MD
LG