د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستان سره مو په همکاری کې پرمختګ شوی"


د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن او د پاکستاني پوځ مشرجنرال اشفاق کیاني غونډه لري
د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن او د پاکستاني پوځ مشرجنرال اشفاق کیاني غونډه لري




په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن وویل، چې له پاکستان سره د همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

تر هغه وروسته، چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د ناټو د کاروانونو لارې خلاصې کړې، دا اسلام اباد ته د جنرال جان الن اول سفر دی.

د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده.

جنرال الن نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل.

د دواړو پوځي جنرالانو په حواله خپره شوې اعلامیه وايي، چې دوي د افغانستان او پاکستان پر سرحداتو د امنیت د ښه کېدو او همدا راز د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي، جنرال جان الن ویلي:

"زه له دې لیدنو کتنو د ښو پایلو په تمه یم. موږ د داسې مشارکت د رامنځ ته کولو په لور پرمختګ کوو، چې د منلو وړ ، ستراتیژیک او په پام پلان شوی وي او د سیمې د امنیت او ثبات پر ټینګښت راټول وي."

د فرانس پریس اژانس په حواله، پاکستان ته د جنرال جان الن سفر له اسلام اباد سره، چې د تره ګرۍ ضد جګړه کې د امریکا له متحدینو دی، د روابطو د ښه کولو لپاره هڅې ګڼل کیږي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د لږترلږه ۲۴ پاکستاني عسکرو وژل کیدلو او په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکايي ځو اکونو عملیاتو ، د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي ډیر خراب کړل .

دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ د ۲۰۱۵ کال تر پایه د پاکستان له خاورې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو کاروانونو لپاره د اجازې تړون لاسلیک کړ.

دا له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره تر ټاکلې مودې یو کال زیات وخت دی.

د پاکستان د پوځ د مشرجنرال اشفاق کیاني په حواله راغلي، چې د نن ورځې په خبروکې د پاکستان د پوځ او د ناټو د ځواکونوترمنځ د ګډ ستراتيژیک او عملیاتي تفاهم د زیاتولو سره مرسته کړې ده .

د جنرالانو جان الن او اشفاق کیاني د خبرو په اړه اعلامیې په ځانګړي ډول د هغو ستونزو یادونه نه ده کړې ، چې په وروستیو کې يې د افغانستان ، پاکستان او ناټو ځواکونو ترمنځ اړیکي متاثره کړي دي.

رپوټونه وايي ، چې د امریکا حکومت له پاکستانه د حقاني د وسله والې شبکې په ضد د اقدام غوښتنه کړې ده. اوسمهال د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر په امریکا کې دی .

دا په تیر یوه کال کې اول وار دی ، چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر واشنګټن ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG