د لاسرسي ځای





بشير ګواښ

په دې وروستيوو کې د افغانستان د بيلابيلو ولایتونو په ځينو ولسواليوو کې د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅونونه شروع شوي. ځينې خلک دا کار ښه ګڼې خو ځينې يې د افغانستان د راتلونکې لپاره په زيان بولي او وايي چې د امنيت ټينګول د عامو خلکو نه بلکې د امنيتي ځواکونو کار دی.

د رسنيوو د رپورټونو ترمخه د طالبانو د مخنيوي لپاره د افغانستان د غزني، کونړ، لغمان او فاریاب ولایتونو په بيلابیو سيمو کې ولسي خلکو وسله وال پاڅونونه کړي دي.

د پاڅونونو دا لړۍ څو مياشتې وړاندې د غزني له اندړو ولسواليوو څخه شروع شوي وه. د دې وسله وال پاڅون استازي عبیدالله پاڅون مشال ريډيو ته د خپل شروع کړي کار سببونه داسې په ګوته کړي وو:

((خلکو ته ډير مشکلات پيښ وو. ښوونځي بند وو. بازارونه تړلي ووي. [طالبانو] به خلک بې ګنا او بې پوښتنې له کورونو څخه راویستل او چيرته ليري به يې وژل.))

ډيری خلکو د ټولنيزو اړيکو د ویب سایټونو او رسنيوو له لارې د طالبانو د زور زياتي خلاف د خلکو پاڅونونه ستايلي خو ځينې خلکو انديښنه ښودلي چې د امنيتي ځواکونو په موجوديت کې بايد خلک په خپله وسله راپورته نه کړي او بايد د امنیت د ټينګښت مسله افغان ملي ځواکونو ته پريږدي.

د افغانستان په پارليمان کې د کندهار ولایت استازی او دلته د کورني امنيت د کميسون مشر نعيم لالي حمیدزي مشال ريډيو ته وويل چې ولسي پاڅونونه ګټې او زيانونه دواړه لري او په هغه سيمو کې پيل شوي چيرته چې د حکومت واک محدوده دی...

((په دې خاطر دا پاڅونونه کيږي چې حکومت ناتوانه دی، امنیت نه شي ساتلی. ولسواليوو کې کلینيکونه، سړکونه او ښوونځي نه شي ساتلی او نه هم په ولسواليوو کې ښځو ته سهولت پيدا کولی شي. ستونزه دا ده چې که دا پاڅونونه همداسې دوام ولري نو بيا به خلک حکومت ته پېغور ورکوي چې دا سيمې ما ازاده کړي. له طالبانو تاسي نه شوه ساتلي، ما ساتلي او همدا زه به پرې پاچاهي کوم.))

خو د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسيدونکي، د پارليمان پخوانۍ غړي او د سیاسي چارو کارپوهه هوسۍ اندړ هيله لري چې د غزني په شان د نورو سيمو پاڅون کوونکي هم تعليم یافته خلک دي نو وسله واله مبارزه به يې په خود سريوو نه بدليږي او کورنيوو جګړو ته به لاره نه برابروي.

((زه به درته د اندړو خبروه وکړم. مکتب نه وو، تعليم نه وو، کلینيک نه وو، آن دکان نه وو . د يو موبایل خرڅولو دکان هم نه وو خلاص. تاسي به داسې فکر کاوه لکه ملامحمد عمر چې راغلی وي او دلته حاکم وي، پاچاهي يې وي. زه فکر کوم پاڅون کوونکي اکثره د پوهنتون محصلین دي، تعليم يافته او تحصیل کرده خلک دي نو داسې به نه کوي چې وغوليږي او خپله لاره پريږدي.))

که څه هم ويل کيږي چې په ځينې برخو کې طالب ضد دا پاڅونونه د حزب اسلامي وسله والې ډلې له خوا کيږي او افغان حکومت ورسره د وسلو او پیسو مرستې کوي خو افغان حکومت او پخپله پاڅون کوونکي دا ردوي او وايي چې وسله واله مبارزه په پوره توګه ولسي ده.

عبيدالله پاڅون هم وايي چې په اندړو کې د دوی پاڅون د اولس په مالي او وسله واله مرسته راون دی.

(( موږ ولسي خلک يو. د خپلو کورونو دفاع کوو. موږ په چا پسې نه يو ورغلي. دوی په موږ پسې راځي، راباندې حملې کوي. د هيڅ يوې ډلې سره تعلق نه لرو. مظلوم خلک يو. د بريدونو په مقابل کې د ځان دفاع کوو.))

ډيری پاڅون کوونکي وايي چې تر اوسه پورې د دوی پاڅونونه بريالي دي او په ځاني قربانيو يې په خپلو سيمو کې د طالبانو د زور زياتي مخه نيولي ده.

XS
SM
MD
LG