د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د څرخي پله سیمه کې ۵ طالب بریدګر ووژل شول






د افغانستان امنیتي چارواکي وایي، چې د څرخي پله په سیمه کې یې هغه وسله وال مخالفان ووژل چې غوښتل یې پر کابل ښار وسله والې او ځان وژونکې حمله ترسره کړي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند لطف الله مشعل مشال راډیو ته وویل، چې دا پنځه تنه وسله وال مخالفان چې په سپکو او درنو وسلو او ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو تیره شپه د کابل ښار په ختیځه څنډه د څرخي پله سیمې په یوه کور کې وو.

مشعل څرګنده کړه، چې دوي ته د دې وسله والو مخالفانو په اړه له مخکې نه خبر ور رسیدلي وو او دا سیمه یې کلا بنده کړې وه.

هغه وویل، چې په لومړي سر کې امنیتي ځواکونو پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ، چې تسلیم شي خو هغوی تسلیم نشول او امنیتي ځواکونو پرې عملیات ترسره کړل.

د لطف الله مشعل په خبره په عملیاتو کې ځیني وسله وال مخالفان د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول او ځینو یي خپل ځان پورې تړلي چوونکي مواد وچول او ووژل شول.

د ملي امنیت د ریاست ویاند وویل، چې امنیتي مسوولان په هغه موټر کې د چاودیدونکو موادو په شنډولو بوخت دي چې د دې وسله والو مخالفانو له خوا د ځان وژونکې حملې لپاره چمتو شوی وو.

لطف الله مشعل څرګنده کړه، چې سیمه له ځایي اوسیدونکو څخه له مخکې نه خالي کړل شوې وه او په دې پیښه کې عام وګړي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامعلومه ځایه مشال راډیو ته وویل، چې دوی نن پرکابل د کومې حملې پلان نه درلود او نه هم د دوی وسله والو حمله کړېده.

خو لطف الله مشعل دا خبره رد کړه او ویې ویل، چې وسله وال طالبان ډیرې ډلې لري او ښایي چې دا پنځه تنه د طالبانو کومې بلې ډلې پورې تړاو ولري.

XS
SM
MD
LG