د لاسرسي ځای

بلوچستان کې د ډاکټر غلام رسول د تېښتولو خلاف هړتال


په کوټه کې ډاکټران د پروفیسر غلام رسول د تیښتولو خلاف مظاهره کوي

په کوټه کې ډاکټران د پروفیسر غلام رسول د تیښتولو خلاف مظاهره کوي






له کوټې ښاره دوې اوونۍ وړاندې تښتول شوى ډاکټر ايله دوې ورځې وړاندې د وسلوالو له منګولو خوشې شوى وو، چې پرون بيا له کوټې څخه د اعصابي ناروغيو متخصص ډاکټر پروفېسر غلام رسول نا څرګندو کسانو په سپينه ورځ د وسلو په زور وتښتاوه.

ډاکټرانو يو ځل بيا د خپل تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف احتجاج پيل کړى او په روغتونونو کې يې د کاربنديز اعلان کړى دى.

لس ورځې وړاندې له مستونګه تښتول شوى ډاکټر دين محمد ايله دوې ورځې وړاندې د وسلوالو له منګولو را خوشې کړاى شو او ډاکټرانو په شخصي او سرکاري روغتونونو کې کار بنديز پاى ته و رساوه، خو د چارشنبې په ورځ وسلوالو بيا په سپينه ورځ د کوټې ښار پر بروري سړک باندې د اعصابي ناروغيو مختصص ډاکټر غلام رسول له خپل موټره کښته کړ او د وسلو په زور يې و تښتاوه.

د تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف ډاکټران د چارشنبې په ورځ په سمدستي سړکونو ته او د بلوچستان د وزير اعلى او ګورنر د دفتر پر لور غځېدلى سړک يې د موټرو پر مخ وتاړه.

د پنجشنبې په ورځ هم ډاکټرانو د سرکاري او شخصي روغتونونو د معايناتو په څانګه کې کار بنديز اعلان کړى وو او د يوې مظاهرې په ترڅ کې يې شعارونه ورکړل.

ډاکټرانو پر حکومت نیوکې وکړې او د ډاکټرانو د ډاډمن امنيت ساتلو او د تښتول شوي ډاکټر غلام رسول د را خوشې کولو غوښتنه يې وکړه.

مظاهرې ته په وينا کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر سلطان ترين وويل، دوي به تر هغه وخته پورې چې ډاکټر يې نه وي را خوشي شوى که څوک مري هم کار به ونه کړي:

"زموږ احتجاج به دوام لري، احتجاجونه به کوو، د نهوره (لوږې اعتصاب) به کوو، چې وس مو رسېږي هغسې احتجاج به کوو او موږ پرېکړه کړې چې دغه غله داړه ماران چې که يې حکومتي وزيران ملګري دي که بل هر څوک بې لايسنسه وسلې به ورپسې را اخلو او د دوى مخه به نيسو او له درېوو بجو وروسته به د عاجلو ناروغانو څانګې ته هم تالې ولګوو"

د کوټې د پوليسو مشر وزير خان ناصر وايي د تښتول شوي ډاکټر د تښتونې کېس يې درج کړې او په وسلوالو پسې يې پلټنې پيل کړې دي. بل لور ته د بلوچستان وزير اعلى نواب اسلم رئيساني هم د تښتول شوي ډاکټر د موندنې لپاره پوليسو ته سخت امر کړى دى.

د ډاکټرانو کاربنديز يو ځل بيا کوټې ښاريان او له شاوخوا سيمو د درملنې لپاره کوټې ته راتلونکي ناروغان له ستونځو سره مخامخ کړل. د کوټې په دولتي روغتون کې د درملنې په هيله راغلى يو ناروغ حمير اقبال وايي:

"دوې اوونۍ وشوې ناروغه يم، کله چې هم راځم د ډاکټرانو کاربنديز وي، دا ستونځه خو داسې نه حلېږي، دوى خو بايد د ناروغانو غم هم وخوري، ناروغان له يوه بله ځايه راځي دوى چېرې لاړ شي، دا خو ښه کار نه دى، دا خو انصاف نه دى"

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو دوو کلونو کې له کوټې څخه په لسګونو تنه تجاران، ډاکټران او قانونپوهان د وسلوالو له خوا تښتول شوي چې ځينې يې د ميلينونو روپو په بدل کې بيرته را خوشي شوي او ځينې وژل شوي دي خو حکومت لا هم د دا ډول پېښو په مخنيوي کې پاته راغلى او په هيڅ يوه پېښه کې د لاس لرونکيو تښتوونکيو په نيولي نه دي بريالي شوي.

بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG