د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: بمي چاودنو دوه تنه وژلي ۱۸ ژوبل



په لاهور کې بیګا شپه دوه پرله پسې بمي چاؤدنو دوه کسان وژلي او ۱۸ نور ژوبل دي.

دلاهور /ډي سي او/ روح الامین رسنیو ته ویلي د ښار له بادامي باغ سیمې سره نژدې د میو منډۍ کې لومړۍ چاودنه تقریباً شل منټه کم لس بجې او دویمه ورپسې په پاؤ کم لس بجې شوېده.

د هغه په خبره په لومړۍ چاودنه کې خوا اوشا شل(۲۰) کسان زخميان شولو ، چې وروسته د پاکستانیو رسنیو له مخې په زخمیانو کې دوه تنه یې نن سهار مړه شول.

تر دې دمه ددې پیښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG