د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ډاکټر غلام رسول د تېښتولو خلاف هړتال


د بولان ميډیکل روغتون پروفیسر ډاکټر غلام رسول
د بولان ميډیکل روغتون پروفیسر ډاکټر غلام رسول



د بلوچستان ډاکټرانو اتحاديیې د ډاکټر غلام رسول کاکړ د تېښتونې خلاف د صوبې په ټولو سرکاري او شخصي هسپتالونو کې کاربندیز اعلان کړی دی . او وايي چې د نن له درو بجو به په شعبه حادثات کې هم کار نه کوي.

نن په کوټه کې ګڼو ډاکټرانو د ښار په بېلا بېلو سړکونو لاریون وکړ،

د بولان ميډیکل روغتون پروفیسر ډاکټر غلام رسول پرون د چارشنبې په ورځ د کوټې له بروري سړکه نامالومه کسانو تښتولی دی. د پولیسو په وینا ډاکټر د پېسو لپاره تښتول شوی دی.


پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ نامالومه کسانو له بروري سړکه وتښتولی .

تر دې دوه ورځې مخکې د ډاکټرانو اتحاییې په د خپل يو بل ملګرې ډاکټر دین محمد بنګلزی تښتولی شوې وو، او نهه ورځې وروسته خوشی کړل شو.

زیاتره ډاکټران وايي: چې ډاکټر دین محمد د جرګې په هلو ځلو راخوشی شو، خو ځينو سرچینو مشال راډيو ته ویلي، ډاکټر دین محمد بنګلزی له هغه وروسته خوشی شو، چې دده کورنۍ تښتوونکو ته اتیا لکه روپۍ ورکړې.

XS
SM
MD
LG