د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې یو مشهور ډاکټر غلام رسول وتیښتول شو


پروفیسر ډاکټر غلام رسول
پروفیسر ډاکټر غلام رسول


د کوټې بولان میډیکل روغتون پروفیسر ډاکټر غلام رسول له بروري سړکه نامالومه وسله والو وتښتولی .

ډاکټر غلام رسول په بولان میډیکل روغتون کې د اعصابي ناروغیو متخصص دی. د هغه کشر ورور لعل ګل کاکړ مشال راډيو ته ددې خبر تائيد وکړ،چې د ده په خبره نن شاوخوا د ورځې درې بجې نا څرګندو کسانو له بروري سړکه تښتوولی دی.

هغه زیاته کړه چې پته یې نه لګېږي چې ډاکټر غلام رسول چا او ولې وتښتاوه. خو په دې ښار کې اکثره وخت ډاکټران د پېسو لپاره تښتول کېږي.

XS
SM
MD
LG