د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان و امریکا د رسد تړون لاسلیک کړ





رابعه اکرم - مشال راډيو

اسلام آباد:- د ناټو رسد بحالولو په اړه نن د پاکستان و امریکا تر مېنځ په معاهده لاس لیک وشو. په دغه موقع د پاکستان له اړښه د دفاع وزارت مرستیال سېکرېټري اېډمرل فرخ احمد او د امریکا ځای ناستي(قاېم مقام) سفېر رچرډ هوګ لېنډ لاس لیک وکړ.

له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال په پاکستان کې د امریکا د سفارت ویاند مارک سټرا دا تړون یو ښه ګام وباله او هیله یې وښودله چې په راتلونکې کې به هم دواړه هېوادونه په شریکه کار کوي.

”په افغانستان کې ناټو ته د سپلايي تړون لاس لیک کړل شو،او موږ ګڼو چې دا د پاکستان او امریکا تر مېنځ یو ښه ګام دی، دا معایده د پاکستاني پارلمان د سپارښتونو مطابق ده،او دویمه دا چې په افغانستان کې د امن لپاره په ګډه کارکول ممکنه ول غواړو“

د نوې معاهدی له مخې به په ناټو سپلايي کې د وسلو وړلو اجازت نه وي او نه به پاکستان ترې راهداري اخلي، چې تر ٢٠١٥ کال پورې دوام لري. له هغې وروسته به معایده د دواړو ملکونو په همغږۍ ( هم اهنګي) ختمېږي یا غځول کېږي.

د سیمې د سیاسي چارو کارپوه خادم حیسن له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په لومړي ځل د امریکا او پاکستان تر منځ په ډاګه یو تړون لاسلیک کړ.

”دا لاس لیک مخا مخ وشو، خبره په لیکلو کې راغله،او زما خېال دا دی چې په وړومبې ځل پاکستان او امریکا تر مېنځ د امنیت په مسلو د منتخب پارلمان او امریکا تر مېنځ خبره وشوه، دویم دا چې په لاس لیک کې راغله،دریم د مطبوعاتو تر مخ وه،څلورم دا چې د ولسونو تر مخ وه.نو دا د مستحکمو تعلقاتو لپاره ېو ښه قدم دی“

د پاکستان د خارجه وزارت دریځ په بیا بیا د رابطې کولو ترلاسه نه شو.

XS
SM
MD
LG