د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان راباندې ډیورنډ کرښه منل غواړي"


د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي
د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي






په تیرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوه جګپوړی چارواکی تاییدوی چې هېواد یې دا مهال د ډیورڼد د کرښې د رسمیت پیژندنې له امله د پاکستان تر فشارونو لاندې دی.

د افغان ملي پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته پر کنړ د پاکستان له خاورې راکټي حملو ته په اشارې وویل، پاکستان ډير پراخ اهداف لري.

هغه وویل، د پاکستان ټولې هڅې ددې لپاره روانې دي، چې افغانستان ورسره د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني:

(د دوی ټوله هڅه دا ده، هر څه چې کوي، هدف یې دا دی چې د افغانستان حکومت، ملي شورا د لویې جرګې له لارې یا له هرې بلې لارې دې ته اړ باسي چې د ډیورڼد کرښه په رسمیت وپیژني. حتی په غونډو کې کله چې موږ له دوی سره غږیدلي یو او په اسنادو کې مو لیکلي چې ( د ډیورنډ کرښه). دوی له موږ سره مخالفت او احتجاج کړی چې تاس د ډیورڼد کرښه مه لیکئ، بین المللي سرحد ولیکئ، خو موږ نه دی لیکلي. حتی د همدې لپاره زموږ غونډې ځنډیدلي دي.)

لوی درستیز وویل، پاکستان د جوړیدو راهیسې له افغانستان سره په دښمنۍ دی.

نوموړي تایید کړه چې پاکستان د ډیورنډ په کرښې کې په بیلابیلو ځایونو کې د افغانستان پر خاورې تیری کړی دی.
ښاغلي کریمي وویل چې پاکستان په تیرو دیرشو کلونو کې د ننګرهار په ګوشته، کنړ او خوست ولایتونو کې ځای ځای د ډیورڼد له کرښې را دیخوا ته شوی دی.

د لوی درستیز په وینا پاکستان د ډیورڼد د کرښې یوه نوې نقشه هم جوړه کړې وه چې افغان چارواکو رد کړې.

بلخوا یو شمیر افغان کتوونکي د لوی درستیز د خبرو پر خلاف په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان د دیورڼد د کرښې له رسمیت پیژندنې لوړ اهداف ترلاسه کول غواړي.

ښاغلي امرخیل وویل، په تیرو دیرشو کلونو کې د پاکستان د لاسوهنو هدف په افغانستان کې ستراتیژیکه ژورتیا ته رسیدل دي، په دې معنی چې په افغانستان کې یو لاسپوڅی حکومت ولري.

افغانستان د تیرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان له لاسوهنو سره مخامخ دی، چې یو شمیر نور کتونکی ددې لاسوهنو یو علت د ډیورڼد د کرښې مسئله بولي، چې افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پیژني.

XS
SM
MD
LG