د لاسرسي ځای

"پر افغانستان بریدونه پاکستانی پوځ کوي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي






د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وایي، د دوی څیړنو ښودلې چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو راکټي بریدونه د پاکستان پوځ او استخبارات کوي.

محمدي د سېشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د هغو توغندیو تصویرونه هم رسنیو ته وښودل، چې پر کونړ او ځینو نورو ولایتونو له پاکستانه اورېدلي دي.

محمدي وویل، چې دغه ډول درنې او پرمختللې وسلې یوازې او یوازې د پاکستان له پوځ سره دي:

"دغه پیښه د سږکال موضوع نه ده، تیر کال هم د پاکستان له لوري توغندي راتلل او اوس هم دوام لري.

په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه توغندي د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا راځي، ما دلته تاسې ته د دغو وسلو ځیني تصویرونه راوړي چې ما له کونړي وروڼه څخه تر لاسه کړي دي.

دغه ۱۵۵ ملي متره وسلې دي چې د پاکستان له حکومت پرته نور څوک دغه وسلې نه لري.

دا وسلې د طالبانو له وسه پورته دي، ځکه چې ډیرې درنې دي."

محمدي زیاته کړه، چې دوی دغه مسایل د بهرنیو چارواکو په ګډون بېلابېلو اړونده ادارو ته وړاندې کړي خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ملي امنیت مرستیال ډاکتر یاسین ضیا هم په څرګند ډول وویل، چې دغه توغندي د پاکستاني پوځ دي او زیاته یې کړه، پاکستان غواړي له دې لارې بېلابېل اهداف پرمخ بوځي.

ډاکټر ضیا زیاته کړه، چې پاکستان غواړي د افغانستان د سرحدي سیمو خلک کډه کولو ته اړ کړي چې هلته وسله وال مخالفین ځای پرځای کړي:

"پاکستان غواړي چې د کونړ، نورستان او نورو ولایتونو ځیني سیمې له اصلي اوسیدونکو خالي کړي.

دوی اوږد مهال پلانونه لري او غواړي چې په دغو سیمو کې وسله وال مخالفین ځای پرځای کړي.

اوس چې موږ هره ورځ ځان وژونکي یا بل ترهګر نیسو وایي، چې موږ په پاکستان کې روزنه ترلاسه کړي.

پاکستان غواړي دغه تورونه له ځانه لرې کړي او دغه خبرې زموږ هېواد ته راشي او دلته د مخالفینو ځالې جوړې شي."

د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمی هم چې د مشرانو جرګې په یوه پلټنونکې غونډه کې برخه اخیستې وه وویل، چې دغه توغندي د پاکستان له خوا راتوغول کیږي.

ښاغلي کریمي د دغو توغندیو په وړاندې د ایتلافي ځواکونو په چوپتیا انتقاد وکړ او وې ویل، چې ایتلافي ځواکونه په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي چې له پاکستان سره ځان مخامخ کړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سږکال له پيله راهیسې د کونړ او ځینو نورولایتونو په سرحدي سیمو د پاکستان له خوا شا وخوا زر توغندي راغلي دي.

د مشرانو جرګې په غونډه کې امنیتي مسئولینو وویل، افغان ځواکونو د پاکستان د بریدونو ځواب ویلو ته چمتو دي، خو په دې اړه امر ته منتظر دي.

پخوا تر دې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي ول، چې د پاکستان له خاورې د دغو حملو په وړاندې ورته عکس العمل ونه کړي، ځکه په دې سره د ډیورنډ کرښې اخوا هم ملکي خلک زیانمنیږي.

په عین حال کې په دې وروستیو کې افغان حکومت ددې بریدونو د بندولو لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې تیزې کړي.

XS
SM
MD
LG