د لاسرسي ځای

د غزني په مقر کې هم طالب ضد ولسي پاڅون پيل شو



غزنی


څو مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د سيمې اوسېدونکيو ولسي پاڅون کړی وو چې په پياله کې يې د دغې ولسوالۍ زياتې سيمې له وسله والو څخه پاکې کړې. اوس د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم عامو وګړو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.

د اندړو د ولسي پاڅون تر بريالي کېدو وروسته اوس د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم د سيمې اوسېدونکيو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل کړی دی.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس د مقر ولسوالۍ د بوبند کلي اوسېدونکيو له تېرو څو ورځو راهسې د وسله والو پر ضد وسلې اخيستې وې خو وروسته له هغه يې زور ونيو چې په ياده سيمه کې يې تېره ورځ دوه تنه وسله وال ووژل او دوه نور يې ژوندي ونيول.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې د مقر په بوبند کې هم د اندړو د ولسوالۍ په څېر د سيمې اوسېدونکي د خپلو کورونو د ساتلو په موخه را پاڅېدلي دي.
دی وايي که څه هم پاڅون کوونکي به مرستو ته اړتيا لري خو تر اوسه پورې ورسره نه چا مرسته کړې او نه يې هم غوښتنه شوې ده.

(( دا پاڅون څو شپې مخکې د مقر په بوبند کلي کې پيل شوی وو خو پرون يې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور يي ژوندي نيولي دی. پاڅون کوونکي ټول عام وګړي او د سيمې اوسېدونکي دي. ))

بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني چې ګواکې په مقر کې دې هم د دوی پر ضد پاڅون شوی وي. خو وايي په سيمه کې يو شمېر جنګيالي شته چې د دوی ملګري به يې ووژني.
مجاهد سيمه ييز جنګيالي اربکيان بولي.

تر دې درې مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل شوی چې وو تر اوسه پورې يې د حکومت له مرستې پرته د دغې ولسوالۍ لسګونه کلي په خپل زور له ولسوالو طالبانو څخه پاک کړي دي.

سید شاه سقیم - غزني

XS
SM
MD
LG