د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ایف-سي ورک کسان لټوي




په بلوچستان کې امنیتي ځواک ایف-سي د تري تم یا ورکو کسانو د موندلو او لټون لپاره یو خصوصي ډله(سیل) جوړه کړېده.

ایف سي وایي،دوی به هڅه کوي چې د ورکو کسانو له کورنۍ سره ګډ هڅه وکړي چې درک یې ولګوي. بلوڅ ملت پالو دغه سیل ته د نه ورتللو اعلان کړی او دا یې غیر موثره بللی.

ایف،سي ویلي چې دغه سیل به د دوی د څو لوړ رتبه چارواکیو په مشري کې کار کوي او دا چې د ورکو کسانو د کورنیو غړي په دې لړ کې له دوی سره معلومات او شکایات شریکولای شي.

خو د ٫٫وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز٬٬ د ورکو بلوڅانو غږ یو مشر،قدیر بلوڅ وایي، دوی د ایف-سي له دغه سیله مطمینه نه دي او دا چې دا د دوی د تېر ایستلو یوه پلمه ده٫٫دا به یو غیر موثره کمیسیون وي او دا به څه پایلې مخې ته نه راوړي،ځکه دوی له دغه بایکاټ کوي او د نه ورتلواعلان کوي.٬٬



قدیر بلوڅ زیاتوي،مخکې هم ډیر کمیسینونه په دغه لړ کې جوړ شوي. دی پوښتنه کوي،آیا د هغو څه پایله معلومه شوه؟٫٫د سپریم کورټ،هایي کورټ،جوډیشل انکوایري کمیسیون،جوایینټ اینویسټي ګیشن کمیشن او نور هر قیسمه کمیسیونونه جوړ شوي او د هغو مخته د ورکو کسانو کورنۍ غړیو ثبوتونه را وړي او په بیا بیا هلته ورغلي،لیکن څه وشو؟.٬٬


بلوڅ ملت پاله او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مینګل) یو صوبایي مشر،سردار حق نواز هم د ایف-سي له دغه تازه ګامه خوشحاله نه معلومیږي. دی وایي،نن هم د ورکو کسانو مسله چا په پام کې نه ده نیولې٫٫زما په فکر د دې به څه نتیجې ونه وځي، ولي چې دا موثره نه معلومیږي.کیدی شي، په دې سره به یو دوه،درې کسان پېدا هم شي،خو زما په فکر هومره اثرات به یې نه وي،لکه څنګه چې څرګندیږي.٬٬


یاده دي وي،د پاکستان په سپریم کورټ کې په بلوچستان کې د ورکو کسانو کېس کې عدالت په بیا بیا ایف-سي ته امر ورکړی چې د ورکو کسانو ستونزه دي هواره کړي،ګنې لوړ رتبه افسران به یې په پولیسو ونیول شي. د څیړونکیو په وېنا،دغه تازه کمیسیون جوړونه هم د عدالت له اړخه د سخت فشار پایله معلومیږي
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواک ایف-سي په بیا بیا تورونه لګیدلې چې د ځینې ورکو کسانو تر شا د دوی لاس یاد شوی،خو ایف-سي په بیا بیا دا تورونه ردوي.


نیازموساخېل،کوټه

XS
SM
MD
LG