د لاسرسي ځای

دهارون باچا ژباړه :
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هغو ويرو ترهو په خلاف چې د نجونو د تعليم پر ضد د طالبانو د کمپاين له وجې دوی ښايي له دغه نعمته بې برخې پاتې شي، د ۲۰۱۲ م کال د لسم جمات د امتحان پايلو وښوده چې نجونې په زده کړو کې تر هلکانو مخکې راغلي دي.


اېنټر پريس سرویس خبري اژانس د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو د وزير ميا افتخار حسين له خولې ويلي چې د دغو ورستيو امتحانونو پايلو د يادې صوبې او قبايلي سيمو چارواکي د نجونو د تعليم له پلوه تر ډېره ډاډمن کړي دي.

نوموړي زياته کړې، په دې سربېره چې اورپکو په خيبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کې په تېرو پينځو کلونو کې قريباً ۷۰۰ ښوونځي ويجاړ کړي، نجونو وکولای شول چې د لسم ټولګي په امتحان کې لومړني پينځلس نمبرې تر لاسه کړي.

ميا افتخار دغه راز زياته کړې، له دې څرګندېږي چې عامو خلکو د نجونو د تعليم پر ضد د طالبانو کمپاين يو مخ رد کړی دی.


په خیبر بښتونخوا کې ذدکونکې نجونې

په خیبر بښتونخوا کې ذدکونکې نجونې



ويل شوي چې په ترهګرۍ ځپلي ملاکنډ ډويژن کې د لسم ټولګي په لومړنيو شلو پوزيشنونو کې لس هغه يې نجونو ګټلي دي. په ياده سيمه کې د ۲۰۰۷ م نه واخلې تر ۲۰۰۹ م کاله پورې ټول ټال ۱۸۱ ښوونځي ويجاړ کړی شول، چې ۱۱۸ پکې د انجونو ول.

اژانس د سوات بورډ د لسم جمات په امتحان کې په دوهم نمبر د راغلې فرزانه بي بي له قوله ليکي چې وايي، تعليم پلو د طالبانو د مخالفت له کبله زه يو نيم کال همدغسې خوشې ناسته ووم . خو په ۲۰۰۹ م کې د دوی له ماتې وروسته مې خپل سبق ته زور ورکړ. نوموړې ويلي غواړي چې ډاکتره شي او د خپلې سيمې خلکو ته خدمت وکړي.

اژانس ليکي په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د باسواده ښځو اوسط شرح چې په ترتيب سره ۱۷ او ۴۳ ده، که د ټول پاکستان له هغې سره ، چې ۶۸ ده، مقايسه شي نو د سوات او د مردان د ښوونځيو د امتحانونو نتايج د يوه ډراماتېک بدلون په توګه مخې ته راغلي دي.

په پېښور کې د سکولونو د امتحانونو د کنټرول د ادارې يو مشر اسلام الدين خان وايي، هغه چا چې وس يې لرلو، يوازې د خپلو بچيو د تعليم په غرض د جګړو له سيمو څخه پېښور يا نورو ارامه ځايونو ته کډه شوي دي .

نوموړي هغه مفکورې رد کړي چې ګنې پښتانه د ښځو د زده کړو خلاف دي، بلکه زياتوي چې دوی د سړو په مقابل کې د ښځو په تعليم زياتې پيسې لګوي .

د مردان جميله بيګم، چې د لسم جمات په امتحان کې يې دريم نمبر تر لاسه کړی، وايي د پوليسو ځواک ته به ځي څو د ښوونځيو د ويجاړولو د اورپکو د عملياتو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG