د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : پرکونړ،له پاکستانه له بریدونه کم شوي



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د پآکستان له خاورې د هیواد په ختیځو سرحدي سیمو د درنو وسلو حملې له تیرو دوو ورځو راهیسې بندې شوي دي.


دا حملې له تیرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د کونړ په ځینو سرحدي ولسوالیو روانې وې، چې په کې عامو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیق پرون په کابل کې یو پریس کانفرانس ته وویل، چې دوی هیله مند دي، چې دا حملې بیا تکرار نشي.


تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتې وو او ددې حملو په اړه یی ورته خپل احتجاج وړاندې کړې وو.

په پاکستان کې افغان سفیر هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر سره په ملاقات کې پدې حملو خپله انديښنه څرګنده کړې وه او د هغې د بندیدو غوښتنه یی کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG