د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت څلور لکه نجونه ته وظیفې ورکوي


دا عکس د افغانستان د کندوز ولایت دی چې نجونه ښوونځي ته ځي
دا عکس د افغانستان د کندوز ولایت دی چې نجونه ښوونځي ته ځي
غلام غوث ، مشال راډیو

پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې هره میاشت به د صوبې په ټولو پنځویشتو ضلعو کې له شپږمه تر لسم ټولګي (جماعت) پورې و ټولو زده کوونکو نجونو ته دوه ، دوه سوه روپۍ وظیفه ورکوي.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبرپښتونخوا حکومت په دې صوبه کې د نجونو د تعلیمي ودې لپاره د نړیوال پرمختګ له ادارې سره یوه لوظنامه لاس لیک کړه.

د خیبرپښتونخوا د تعلیمي محکمې د اصلاحاتو د څانګې مشر ریاض بحر مشال راډیو ته وویل چې دا وظیفه به هغو نجونو ته ورکول کیږي چې په سرکاري سکولونو کې زده کړې کوي.

د ریاض بحر په وینا ، په دې لړ کې به د نړیوال پرمختګ د ادارې (ډي ، ایف ، آی ، ډي ) په مالي مرسته و څلور لکه نجونو ته دا وظیفې ورکول کیږي.

ریاض بحر زیاته کړه چې تېر حکومت د داسې وظیفو لړۍ یوازې د صوبې په شاته پاتې اوو ضلعو ، لکه کوهستان ، بټګرام ، شانګله ، بونېر ، هنګو او ټانک کې پیل کړې وه.

خو د هغه په وینا ، اوسني حکومت د نړیوال پرمختګ د ادارې په مالي مرسته دا لړۍ ټولو پنځویشتو ضلعو ته وغزوله.

ریاض بحر وویل ، له دې وظیفې سره په سکولونو کې د نجونو شمېر ډېر زیات شوی وو نو ځکه اوسني حکومت پرېکړه وکړه چې د صوبې په ټولو ضلعو کې د سرکاري سکولونو له شپږم څخه تر لسم ټولګي پورې و ټولو نجونو ته دا وظیفه ورکول پیل کړي .

ریاض بحر زیاته کړه چې د دې وظیفو ورکول به د اوړي له رخصتیو وروسته پیل شي.

بل پلو د خیبر ایجنسۍ یوه اوسېدونکي عرفان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت خو په صوبه کې ونجونو ته د وظیفې اعلان کړی دی خو په قبایلي سیمو کې یا خو نجونه سکولونو ته نه شي تلای او یا یې هم سکولونه له سره بند دي.

عرفان اپرېدي زیاته کړه چې په فبایلي سیمو کې د نجونو سکولونه په لرې پرتو سیمو کې دي او د اسانتیا د نیشتوالي له کبله نه نجونه پر پښو هلته تلای شي او نه یې هم خلک د خپلو روایاتو له کبله یوازې پرېږدي.

ده وویل چې په فاټا سیکرټریټ کې د قبایلي سیمو لپاره په میلیونونه روپۍ پرتې دي خو په دې سیمو کې یوازې د پرمختګ کارونه تر کاغذي کاروايۍ محدود دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د نړیوالو ادارو په ملاتړ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره یو شمېر نوري پروژې هم اعلان کړي دي.

په دې پروژو کې د ً نوی سهار لېپ ټاپ سکیم ً او په دوو ضلعو لکه تورغر او کوهستان د نجونو لپاره د ځانګړو وظیفو لړۍ هم شامله ده.
XS
SM
MD
LG