د لاسرسي ځای

پاکستان دافغان حکومت سره په بریدونو اړیکه نیولې



دپاکستان یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي ویلي چې د ډیورنډ پرکرښه، د توغندیو د بریدونو د مخ نیوي لپاره دوی د افغان او دایساف ځواکونو سره په رابطه کې دي.


دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند معظم علي خان دا څرګندونې پرون اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه ، په نورستان او کونړ کې د توغندیو د بریدونو د مخ نیوي لپاره دوی په افغانستان کې د افغان او د ایساف د چارواکو سره رابطه کړې ده.


افغان حکومت ادعا کوي چې په کونړ او نورستان ولایتونو باندې د پاکستان له غاړې نه په پرله پسې توګه توغندي وریږي چې ځاني او مالي تاوانونه هم لري. ایساف هم په دې لړ کې دافغان حکومت ددریځ ننګه کړې وه.
XS
SM
MD
LG