د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًپاکستان مېشته حقاني ډله دي ترهګره وګرځول شي ً


د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
ژباړه : ګل آياز
سرچينه: ايسوسېيټډ پرس خبري اژانس


پراګ : ايسوسېيټډ پرس خبري اژانس لیکي ، امريکايي کانګرس پر ولسمشر باراک اوباما فشار زيات کړی دی چې په پاکستان کې ميشته حقاني ډله د ترهګرو په نوملړ (لسټ) کې واچوي.

پر دې ډله له پاکستانۍ خاورې په افغانستان کې ميشت په امريکايي ځواکونو د بريدونو تورونه لګي.

ايسوسېيټډ پرس خبري اژانس لیکي ، د تير زيارت په ورځ د امريکا سينټ په زباني رايه اچونه کې د يو بل منظوري ورکړه چې پکې د بهرنيو چارو له وزارته غوښتل شوي چې ايا حقاني ډله د بهرنیو ترهګرو په حدودو کې راځي او که نه ، که چيري نه راځي نو په دې اړه دي وضاحت ورکړل شي چې ولي نه راځي؟

د خبری اژانس په لیکنه ، دا بل اوس امریکايي ولسمشر باراک اوباما ته د منظورۍ لپاره وليږل شو.

د ولسمشر اوباما ادارې د حقاني ډلې پر لوړ پوړو کسانو بنديزونه لګولي وو خو د دې خبرې جاج اخلي چې ایا دا ټوله ډله د ترهګرۍ په لسټ کې شامله کړي او که نه؟

په کانګرس کې د استخباراتي کميټۍ مشر او د رپبلکن ګوند غړي مايک روجرز په بل کې يو ترميم وړاندی کړي دی . نوموړی وايي چې کانګرس په دې خبره رسيدلی دی چې حقاني ډله هغه ټول فعاليتونه کوي چې يوه ترهګره ډله يې ترسره کوي. د هغه په وینا ، په کار ده چې دغه ډله په دې لسټ کې شامله کړل شي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپلو هلو ځلو دفاع کړېده او وايي چې د حقاني ډلې پر لوړ پوړو کسانو يې بنديزونه لګولي دي.

خبري اژانس وايي ، حقاني ډله د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په قبايلي سيمو کې فعاليتونه کوي. دا ډله له طالبانو او القاعده شبکې سره اړيکي لري.

د امريکايي چارواکو په وینا ، حقاني ډله د افغانستان د ثبات لپاره لوی ګواښ دی. هغه ځکه چې دوی ګومان کوي چې دا ډله د پاکستان له خاورې په افغانستان کې پر امريکايي او پر اتحادي ځواکونو بريدونه کوي.

د کانګرس لخوا په دې بل کې ويل شوي چې په دې کې هيڅ يو داسې شق (ماده) نشته چې د پاکستان خودمختارۍ ته زيان ورسيږي.

له دې وړاندي د روان ۲۰۱۲م کال د مې په مياشت کې د رپبلکن ګوند او ډيموکريټ ګوند غړو او د دواړه ايوانونو استخباراتي کميټيو د بهرنيو چارو وزيری هيلری کلنټن ته ليک استولی وو چې حقاني شبکه يوه ترهګره ډله وګرځوي.
XS
SM
MD
LG