د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د زمکني لارو د تجارت ستونزې


ملیحه امیرزاده –مشال راډیو

پراګ:- په پاکستان کې که یوې خوا ته د کراچۍ د بندر له لارې د هیواد زیاتره تجارت کیږي نو بل خوا د زمکنې لارو جال هم د تجارت له پلوه مهم ګڼلې شي. په دې لارو کې تفتان د بلوچستان صوبه له ایران سره جوښتوي ، او بیا په بلوچستان کې د چمن لاره او لنډي کوتل خیبر پښتخوا د افغانستان سره انخلوي، چې پرې لوی تجارت کیږي. خو د زمکني لارو په استعمال کې یو شمېر مهم چیلنجونه مخې ته دي چې یوه مهمه مسله پکې د امنیت ده.

د قبایلي سیمو لپاره د چیمبر آف کامرس صدر حکیم شنواري د موجوده امنیتي حالاتو په اړه وایی د دغه لارو سره د ځاي خلکو او په تېره د پښتنو قبایلو کار روزګار تړلې دې او د امنیتي ستونزو له امله د دوي کاروبار ته لوې زیان رسیږي چې حکومت یی په لړ کې هیڅ ګامونه نه دي اخیستې.

((د ټولو نه اول د امن راوستللو ذمه واري خو د حکومت ده. د تېرو څو کلونو نه دا د کراچۍ نه چې کوم مالونه پيښور ته راځي ، بیا د پيښور نه تورخم ته ځي او د تورخم نه بیا مخې ځي. هم دغسې بیا کراچۍ نه چې کوم مالونه افغان ټرانزیټ ټریډ کې راځي چمت ته راځي بیا هغلته نه افغانستان ته اووځي. دغه دوه لارې ډېرې مهمې لارې دي. خو د بده مرغه د تېرو څو کلونو نه د امن و امان صورتحال بیښي خراب شوې دې. ورسره د دې سړکونو حالات هم بالکل غورځېدلې دې . په ډې باندې ټریفیک اودریږي نو په ورځو ورځو ټرانسپورټ ولاړ وي. په میلونو میلونو قطارونو اودریږي چې د سیکیورټي صورتحال نور هم خرابېدلو طرف ته لاړ شي. ))

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وایي د دغه مهمو تجارتي زمکني لارو په وړاندې امنیتي ستونزې د له مینځه وړلو لپاره پکار ده چې د تجارت او د بهرنیو چارو وزرات دې په ګډه ګامونه واخلي او زیاتوي، ((د کله نه چې ترهه ګري سیوا شوې ده د هغې نه پس دا مسله شورو شوې ده. چې اوس به موږ د تجارت د سیکیورټي لپاره څه کؤ. اوسه پورې حکومت په خپله داسې کوم انشیټیو نه دې اخیستې چې د پاکستان او افغانستان تر مینځ چې کوم تجارت روان دې ، د هغې د سیکیورټي لپاره به څه کؤ. پکار ده چې د کامرس منسټري او فارن منسټري دې په یو پېج راشي چې دې لارو ته سیکیورټي ورکول غواړي ))

دا چې د حکومت په سرپرستۍ کې چې د مالونو کومې کنټیرې وړل کیږي د هغې د امنیت لپاره حکومت څه ګامونه اخلي ؟ د خیبر ایجنسۍ د جمرود اسسټنټ پولیټکیل ایجنټ بختیار مهمند وایی داسې څه ستونزي نه دي موجودې سیکویرټي باقاعده الرټ ده او حکومت کاروباریانو ته هر قسمه تحفظ ورکوي.

د حکیم شینواري په خبره امنیتي صورتحال ښه کیدلو سره په دغه لارو تجارتي هلې ځلې سیوا کیدای شي. چې دغه زمکني لارې د کراچۍ د بندر په شان د پاکستان په تجارت کې مهم رول لوبولې شي.

دا په داسې حال کې ده چې نیټو ځواکونو په وړاندې د سامان کنټینرې اکثره د وسله والو تر بریدونو لاندې راځي.
XS
SM
MD
LG