د لاسرسي ځای

هارون باچا – مشال راډیو

پراګ - د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې باچا زرين جان، له يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د جولايۍ په ۲۵ مه نېټه له دې فاني دنيا رخصت شوه.

د نوموړې په هکله وييل شوې چې د مردان په کلپاڼۍ سيمه کې د هنرمندانو په يوه کورنۍ کې زېږېدلې وه، او ماشومه وه چې په سندرو وييلو يې پيل وکړ. د راډيو او ټيلي ويژن لپاره يې ګڼ شمېر په زړه پورې سندرې ثبت کړي، چې د پښتو موسيقۍ مينه وال به يې تر ډېره وخته يادې وساتي.

باچا زرين جان ته که څه هم د پاکستان سرکار ، پښتو موسيقۍ ته د دې د کړيو خدمتونو په بدل کې د تمغه امتياز په نوم جايزه ورکړې وه، خو نوموړې لږه موده مخکې له مشال راډيو سره په خبرو کې، په داسې حال کې چې ناروغه وه، د خپل ستړي او له محروميو ډک ژوند حال څه داسې شريک کړ.
((ما په ۱۹۴۹ م کال کې موسيقي کول پیل کړي او د حکومت مې بلها خدمت کړی دی- په راډيو او ټيلي ويژن مې ترانې او بې شمېره سندرې وييلي دي- خپل کور مې نه شته او ډېره مجبوره يم- ناروغه يم، په کټ پرته يم- او موسيقي خو زموږ کسب دی. په ښځينه سندرغاړو کې اول زه ووم چې غزل مې وويلو))



باچا زرين جان واده نه وو کړی، او خپل ټول ژوند يې موسيقۍ کولو ته سپارلی وو. خو په خپله ژبه او خپلو خلکو مين يو هنرمند چې د ژوند په اخيرنيو شپو ورځو کې د بې وزلۍ په حالت کې وي، نو د فن او فنکار د روزنې او پالنې پلو د حکومتي او هم مدني سازمانونو لا پرواهي ترينه له ورايه څرګنديږي.

دې موضوع ته سندرغاړی ګلزار عالم، چې د پښتنو هنرمندانو د حقونو له پاره يې وخت په وخت مبارزه هم کړې، په دا الفاظو اشاره کوي.
((زما په خيال موږه ډېر زيات بدبخته قوم يوو- هيچا هيڅ هم نه دي کړي، او نه هم څوک څه کول غواړي - په اخبار او ټي وي کې د هنرمند د مرګ خبر وچليږي، او بس، زموږ حقونه خلکو خوړلي دي، حکومتونو خوړلي دي- د کلتور وزارت ته زموږ له پاره کروړونه روپۍ راغلي دي، خو د هنرمند په ښېګڼه نه دي لګول شوي))




د خيبر پښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې په بار بار له هنرمندانو، په تېره له عمر خوړليو سندرغاړو سره د مرستو ژمنې کړې دي. په پېښور کې د راډيو پاکستان ډايريکټر او شاعر او ليکوال لايق زاده لايق، په عين وخت کې وړانديز کوي چې له هنرمندانو سره د مرستو يوه غښتلې پاليسي بايد په کار واچول شي.

((حکومت يو هنرمند ته په يوه وخت څه پيسې ورکړي، هډو که ورته شل لاکه روپۍ هم ورکړي، خو د ده ژوند پرې نه تېريږي- بايد داسې يو ميکانېزم جوړ شي چې حقدارو هنرمندانو ته د مياشتې په حساب پيسې ورکړل شي چې د دوئ د ژوند ګاډی ورباندې روان وي- زموږ د هنرمندانو دا لويه بدبختي ده چې کله د دوئ دور وي، کله يې مينه مال سېوا وي، نو دوئ خپلې شتمنۍ بې خرته لګوي، او بيا په اخري عمر کې له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي))

شنونکي په دې اند دي چې په ټولنه کې به پښتون هنرمند ته د قدر په سترګه هله کتل کېږي چې پښتانه د مينې او امن پر سپېڅلو اصولو ولاړ خپل اصلي تشخص ته وده ورکړي.
XS
SM
MD
LG