د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ بمي چاودنې اته کسان وژلي دي.


په باجوړ ایجنسۍ کې یوې بمي چاودنې اته کسان وژلي او یویشت نور یي ژوبل کړی دي. د باجوړ د خار د هیډکواټر روغتون یو ډاکټر خان سعید وایي، اته کسان په دغه چاودنه کې وژل شوي دي.

ډاکټر خان وویل، تر یویشت ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي دي، او درملنه یي روانه ده. د تحصیل سالارزو یو چارواکی وایي دغه پیښه په پهشت سیمه کې رامنځ ته شوې او پلټنې یي روانې دي. د پهشت سیمې یو ځایي مشر ملک خانزاده مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یو بازار کې شوې ده، او دا په دغه سیمه کې لوی بازار دی، نو ځکه پکې خلک هم زیات وي، هغه وایي، په چاودنه کې ودانیو او دوکانونو ته هم نقصان رسیدلی.

د خار د روغتون چارواکي وايي ژوبل کسان به د پوره درملنې لپاره پیښور ته لیږل کیږي.
XS
SM
MD
LG