د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ او نورستان د پېښو په اړه دوی هم اندیښمن دي: پاکستان


ریاض موسه خیل- مشال راډیو

اسلام اباد:- پاکستان وايي په پاک افغان پوله رامخې ته کېدونکې پېښو ودرولو لړ کښې د ايساف او افغان چارواکو سره تماس کښې دي، او هيله لري، چې دوی به دغه لړ کښې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا خبره د پاکستان د خارجه دفتر وياند معظم علي خان د اونیزې خبري غونډې دوران کې کړې. معظم علي خان وویل، هیواد به یي په سیمه د امن پرضای کولو کې مهم رول لوبوي. په پاک افغان پوله وخت په وخت رامنځ ته کیدونکو پیښو د یو سوال په ځواب کې معظم علي خان وویل، د کونړ او نورستان د پیښو په اړه دوی هم اندیښمن دي، او په دغه اړه یي افغان او ایساف چارواکیو سره خبرې هم پیل کړي دي. هغه زیاته کړه دوی هیله لري، چې ایساف او افغان چارواکي به په دې لړ کې ډیر زر کوټلې ګامونه پورته کړي.

په تیرو ورځو کې د پاک افغان پر پوله د بد امنۍ د پیښو رامنځ ته کیدو سره د دواړو هیوادونو اړیکې د تاو تریخوالي سره مخامخ شوې دي. څیړونکی او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي، د بد امنۍ د تیرو پیښو سره د دواړو هیوادونو په یو بل باور ختم شوی ، او شکونه زیات شوي دي.

د پاکستان او امریکې د اړیکو د لوظنامي په اړه معظم علي خان وویل تر اوسه دغه لوظنامه نده لاسلیک شوې، او په دې خبرې اترې روانې دي.
XS
SM
MD
LG