د لاسرسي ځای

په پیښور او مردان کې د پولیو څاڅکو نه انکار شوی


د خيبر پښتونخوا چارواکې وايې د پوليو پر ضد مهم کې يو شمير کورنيو په زرګونو ماشومانو ته د څاڅکو له ورکولو څخه انکار کړی دی.

د صوبې د صحت د څانګي د پوليو د برخي ډپټي ډائريکټر ډاکټر جانباز اپریدي مشال ريډیو ته ويلي شاوخوا نولس زره ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار شوی خو د ځينو ګامونو اخستو وروسته دا شميره لږ څه راکمه شوې ده.

ډاکټر جانباز وایي دوی به د هغه خلکو خلاف کاروایي کوي، چې خپلو بچو ته څاڅکي نه ورکوي، او کوشش به کوي، چې دغه خلک د خبرو له لارې پوهه کړي، چې باید خپلو بچو ته د پولیو څاڅکي ضرور ورکړي.

د ماشومانو ډاکټر نوران اپریدی بیا وایي دې کې داسې هيڅ خبره نشته ګني د پولیو څاڅکې د ماشومانو صحت ته څه نقصان رسوي، او باید مور پلار دا د خپل بچي د راتلونکي لپاره ضروري وګڼي.
د پولیو څاڅکو ماشومانو ته د نه ورکولو انکار زياتره په پيښور او مردان کېرامنځ ته شوی. انکار کونکې دا غير اسلامي او يو سازش بولي. تر دې وړاندي د طالبانو د ګواښونو وروستو په جنوبي او شمالي وزيرستان او ځينو نورو قبائلي سيمو کې د پوليو مهم نه وو چلول شوی چې له وجې يې شاوخوا دوه لکه ماشومان له څاڅکو محرومه شوي دي.
XS
SM
MD
LG