د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې جګړه روانه ده


د شام په دوو لويو ښارونو دمشق او اليپو کې د حکومتی ځواکونو او باغيانو تر مينځ جګړه روانه ده. باغيانو نن دعوی کړې چې د شپږ ورځو د جګړي وروسته يې د اليپو د ښار نيمه برخه يې قبضه کړې ده.خو آزادو سرچينو ددې تصديق نه دی کړی.

رپورټونه وايې داسي نښۍ نښاني دي ، حکومتي جنګي الوتکې د اليپو په شاوخوا سيمو بمباري کوي چې دا شان د نورو باغي جنګياليو راتګ مخ و نيسي. بلخوا امريکا د دوو نورو شامي سفارتکارانو د منحرف کيدو تصديق کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د اليپو په ښار کې د حکومت پلوه ځواکونو او باغيانو ترمينځ نښتي زياتي شوي دي. د رپورټونو له مخي په متحده عرب امارات او قطر کې د شام استاذي چې خاوند او ښځه دي قطر ته تښتيدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG