د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ ولې په شمالي وزیرستان کې عملیات نه کوي






څو ورځي مخکې په افغانستان کې د ناټو او بهرنيو ځواکونو مشر جنرل جان الن پاکستان ته وړانديز کړی وو چې که د پاکستان پوځ په شمالي وزير ستان کي د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو پر ضد عمليات پیل کړل نو د پولې هاغه غاړي ته به اتحادي ځواکونه د پاکستان د پوځ ملا تړ لپاره چمتو وی .د رواني مياشتي په ۱۱مه نيټه د قباييلي سیمو لپاره د امنيت سیکتر ډاکټر جمال ناصر د رياستي او قباييلي امورو لپاره د سینټ کميتی ته وييلي ول چی په شمالي وزير ستان کي په زرګونه ترهګر راټول شوي دي او د هغه په خبره په یاده شوي سیمه کې پوځی عمليات د وخت ضرورت دی.

د پاکستان په سینټ کي د خارجه چارو د کميټی چېرمين حاجی عدیل هم دا مني چی په شمالي وزير ستان کې د حکومت عملداري نشته . موږ ، حکومت او پوځ ټول دا منو چې په شمالي وزير ستان کي عملداري د بل چا ده، او چې څنګه نورې قبايلي سيمی او سوات د پوځی عملياتو له امله د ترهګرو نه پاک کړل شول هم دغه ډول په شمالي وزير ستان کې هم پکار ده خو موږ سره هغه وسایل نشته چی د شمالي وزير ستان په دنګو غرونو کي د پټو ترهګرو پر ضد يی وکاروو، يوازې کوبره هيلي کاپترې دي او هاغه هم ډیرې زړي دي.


په پیښور کې د دفاعي چارو کار پوه او د قبايیلي سيمو لپاره د امنييت پخوانی سیکتر بریګیډير محمود شاه هم پدې نظر دی چی په شمالي وزير ستان کې د عملياتو کولو لپاره د پاکستان پوځ سره دا مهال هغه وسايل نشته چې دوی ورته اړتيا لری. دی وايي چې پاکستان څه نا څه پوځ په خپله مشرقي پوله هم ساتل غواړي، او په ټولو قبايلي سیمو او سوات کې یې هم د پوځ یوه لويه برخه پرته ده، نو ځکه په شمالي وزير ستان کې ممکنه نه ده چې عمليات وکړی.



خبر يال او څیړونکې رحيم الله يوسفزي وايي چې په شمالي وزير ستان کې د پوځی عملياتو نه د پاکستان پوځ ځکه هم ډده کوي چې دغلته يې د وسله والو سره د امن لوظنامی لاس ليک کړي دي. که څه هم ددغه لوظنامې خلاف ورزي شوېده خو لا ماته نه ده.

د پاکستان په سینټ کې د خارجه چارو د کميټی چېرمين حاجي عديل هم د پاکستان د حکومت د هغه زړې غوښتنی اعاده وکړه چې که امريکا په شمالي وزير ستان کې د عملياتو لپاره ټینګار کوي نو بيا دي پاکستان ته ډرون الوتکي ورکړي.


د امريکا او نورو بهرنيو استخباراتي ادارو د راپورونو تر مخه د افغانستان د استحکام لپاره ضروري ده چې په شمالي وزير ستان کې د میشتو وسله والو پر ضد عمليات وشي، خو د پاکستان پوځ او حکومت تر دا مهاله د شمالي وزير ستان په اړه ښه واضحه دريځ نه دی په ډاګه کړی چی ولې په شمالي وزير ستان کې عمليات نه کوي.

XS
SM
MD
LG