د لاسرسي ځای

د ۱۰۰مروتو په وژنه تورن مولانا اشرف ووژل شو


پښتونخوا: د لکي مروت په حسن خېل کلي کې په بارودو بار ټرک د ۲۰۱۰م کال د سيټمبر پر ۶ مه نېټه وچول شو چې په کې نزدې سل تنه وژل شوي وو

پښتونخوا: د لکي مروت په حسن خېل کلي کې په بارودو بار ټرک د ۲۰۱۰م کال د سيټمبر پر ۶ مه نېټه وچول شو چې په کې نزدې سل تنه وژل شوي وو





له پاکستانه رپوټونه وایي ، وسلوالو کسانو هغه طالب کمندان وژلی دی چې په ۲۰۱۰م کال کې یې د څه نا څه سلو کسانو له وژنې سره تړاو لرلو.

نن د شورو ورځ پاکستاني چارواکو ویلي، مولانا اشرف مروت د تیرې نهې په ورځ له افغان پولې سره نږدي د جنوبي وزیرستان په شکتوی سیمه کې ووژل شو.

پولیس وایو مولانا اشرف مروت د هغه برید په جوړولو کې مرسته کړې چې په ۲۰۱۰م کال د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې په شاه حسن خېل کلي کې یې د والي بال لوبې پر وخت پر لوبغاړو او نندارچیانو له بارودو ډک ټرک وچولی چې په کې شاوخوا سل تنه ووژل شول.

مولانا اشرف له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

د هغه په باب ویل کېږي چې په مروت قبیله کې دننه له سیاسي مشرانو سره یې ګڼې دښمنۍ لرلې.

دی د یو شمیر منځ لارو دینی عالمانو په وژنه او شکنجه کونه هم ککړ وو.

XS
SM
MD
LG