د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جرمني د کرزي غوښتنه چې له طالبانو سره خبرې وکړي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی




د جرمني شپيګل مجله وايي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د خبرو اترو د بيا پيلولو لپاره له جرمني څخه د ميځګړيتوب غوښتنه کړې ده.

د جرمني شپيګل آن لائن وايي ورته معلومه شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د خبرو د پيلولو لپاره له جرمني دا غوښتنه د جولايې په لومړيو ورځو کې د ټوکيو د کانفرنس په څنګ کې ددې هيواد د بهرنيو چارو له وزير ګائيډو وسټر ويلې سره د ليدني پر خت کړې وه.

د شپيګل په وينا جرمني تر وړاندي هم په دوه زره لس او يوولس کال کې د طالبانو او امريکا ترمينځ خبرې اترې پيل کړې وې چې د دواړو غاړو تر مينځ اوه ځله ليدنې شوې وې.

خبرې اترې د افغانستان لپاره د جرمني د خصوصي استازي مائيکل سټئنر په هڅو پيل شوې وې.

د طالبانو نمائنده طيب آغا چې ملاعمر ته نږدې دی او د امريکايانو ترمينځ لومړۍ ليدنه د جرمني له ميونخ ښاره دباندي دپولاخ په کلي کې ددې هيواد د جاسوسي ادارې بې اين ډي په حراستي مرکز کې شوې وه.

که څه هم په خبرو کې ځيني پرمختګونه وشو خو وروسته څه داسې پيښيې رامينځ ته شوې چې دا لړۍ یې ځای پر ځای ودروله.

خو د شپيګل په خبره اوس چې يو ځل بيا حامد کرزي د خبرو دپيلولو غوښتنه کړې ده پوښتنه داده چې آيا د جرمني دا دویمه هڅه به کاميابه شي او که څنګه.

د مجلې په خبره مائيکل سټئنر چې دا وخت په هند کې د جرمني سفير دی په سپرلي کې يې حامد کرزي ته د مينځګړيتوب اشاره ورکړې وه خو البته په نومبر کې د امريکا د ولسمشری تر انتخاباتو له مخه داسې نشي کيدلی.

سټينئر پر حامد کرزي دا خبره څرګنده کړې چې دا ځل به د خبرو اترو پوره ملاتړ کوي او له دباندې به يې نه ناکامه کوي .

خو د شپيګل په وينا جرمني په رسمي توګه په دې اړه څه نه وايي. خو د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګائيډو وسټر ويلې د ټوکيو د کانفرنس پر مهال حامد کرزي ته يې ډاډ ورکړی چې دوی هروخت د امن د پروسې د ملاتړ لپاره تيار دي.

شپيګل پر مخ ليکې د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د خبرو اترو دویمه هڅه په دې وروستيو کې ناکامه شوې ده. افغان حکومت د طالبانو يو استازی په دوبۍ کې د سولې له عالي شوری سره د ليدو لپاره قائله کړی وو خو د م. م په ملاتړ دغه هڅه د دویم ځل لپاره هم ناکامه شوه ځکه چې پاکستان دغه طالب له هيواده دباندې تلوته پرې نه ښودلی.

XS
SM
MD
LG