د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغان خاوره بریدونه د واشنګټن پوسټ لیکنه







واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان له پولې اخوا د هاوان د توپونو د ډزو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکې:

د افغانستان په خاورې باندي د پاکستان د حملو په اړه پاکستان ته د افغان چارواکو خبرداریو کومه نتیجه نده ورکړې. یوه ورځ وروسته له هغې چې د افغانستان په ملي شوری کې د پاکستان د حملو په اړه غږونه پورته شول، بیا هم د پاکستان له لورې په افغانستان باندي ګولۍ وورول شوې.

ورځپاڼه لیکې: په دې اړه د پاکستان بې پروایي به د دواړو هیوادونو اړیکې چې له دې پرته هم خړ پړدي، نور هم خراب کړي.

واشنګټن پوست لیکې: د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې په هلو ځلو کې به همکاري وکړي، خو په عمل کې د افغانستان پر خاورې د هغوی حملې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ولسې جرګې غړیو هم ویلي چې د پاکستان دا عمل به د دواړو هیوادونو پر اړیکو اغیز وکړي. د ورځپاڼې په باور، پاکستان ممکن د افغانستان د حکومت له کمزورۍ او د ملي پوځ د نه غبرګون له امله د افغان دولت د خبرداریو خیال ونه ساتې.

ورځپاڼه زیاتوي، له پاکستانه یوازې د افغانستان په خاورې حملې نه کیږي، بلکې وسله والې ډلې چې په پاکستان کی فعالییت کوي، په افغانستان کې په دېره امریکایي او ناتو ځواکونو هم حملې کوې.

واشنګټن پوسټ لیکي: پدې وروستیو کې پاکستان ځینی داسي کارونه کړي چې وضعه یي د ښه کیدو پر ځای خرابه کړیده.

پاکستان په دې هیواد کی د دېره افغان مهاجرو حقونه لغوه کړل او پدې توګه به درې میلونه افغان کډوال مجبور شي چې د روان کال په پای کې له پاکستانه ووځي.

ورځپاڼه لیکې: پاکستان دغه راز افغانستان ته په میلونونو درسي کتابونه بند کړي، ښوونځې او زده کوونکې یي له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړیدی. د پاکستان په دي کارونو، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هغوی د نیت په اړه زیاتې پوښتنې راپورته کیږي.
--
امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په افغانستان کې د ډله اېزو وژنو د عاملانو په اړه یو مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یي راغلي:
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون یو راپور چې تر اوسه نه دی خپور شوی، د هغو پنځه سوو افغانانو نومونه پکې درج شوې چې په ۱۹۹۰ لسېزې کې د وسله والو او ملکیانو په ډله اېزو وژنو کې یي لاس درلود.

د ورځپاڼې په باور، ددي کسانو یو شمېر دا مهال غښتلې او شتمن جګړه ماران دي.

فارین پالیسي خپرونه لیکې، ددي راپور له خپریدو مخکې، ولسمشر کرزي، د راپور برابرونکی نادر نادرې له دندې لري کړ او کرزي د مارشال قسیم فهیم د فشار پر اساس چې په دې اړه د څېړنومخالفت کوي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون یو شمېر غړي له دندو لري کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG