ګل اياز، مشال راډيو
پراګ ــ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د شام ولسمشر بشارالاسد ته خبرداری ورکړی چې د کيمياوي وسلو استعمال به د دوی لويه تيروتنه وي.
د امريکا ناواډه رياست کې پخوانیو پوځيانو ته د تير ګل په ورځ د اليکشن کمپين پر مهال ښاغلي اوباما په خپله وينا کې وويل که چری د اسد رژیم داسي کار وکړی نو نړيواله ټولنه به یې ذمه وار وبولی.
ښاغلي اوباما زياته کړه.
((موږ نن په دی هم کار کوو چې د شام ولس ښه سباون ولري او د اسد رژيم نه ازاد شي. موږ اسد ته دا خبره څرګندول غواړو چې د کيمياوی وسلو په اړه ټوله نړۍ تاسي ته ګوري، او دا به لويه تيروتنه وي که چرې د دغو وسلو استمعال وکړي نو د نړيوالې ټولنې او د امريکا لخوا به ذمه وار وګرځول شي.))
د امريکا ولسمشر براک اوباما په خپلو خبرو کې وويل، چې د شام په اړه به ملګرو، اتحاديانو او په شام کې له مخالفو ګوندونو سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي چې د شام ولس داسې حکومت ولري چې د دوی بنيادي حقونو ته احترام ولري او هغوی وکولای شي په پرامنه او عزتمنده توګه ژوند تير کړی.
بلخوا د شام بهرنو چارو وزارت وياند جهاد مکديسی چې د خبري غونډې پرمهال يې دړکه ورکړی وه، وايي چې په هيواد کې د کورنۍ جګړې باوجود د کيمياوي وسلو زيرمې د پوځ تر څار لاندې خوندي دي.
((د شام عرب جمهوريه سره د ډله ايزه وراني وسلو او يا غير روايتي وسلو استعمال به چرې هم د ولس، نه به هم په دې بحران کې او نه هم په بل کوم حالت کې د دې استعمال وکړی.))
له دې وړاندې د شام چارواکو چري هم په رسمي توګه د کيمياوي وسلو لرلو تايید نه وو کړی. خو د رژيم نه تښتېدلو چارواکو لخوا ناتایيد شوي رپورټونه ښايي چې د شام پوځ پر مخاليفيو کيمياوي وسلو استعمال کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون د دمشق لخوا په دړکه نيوکې کړې او په نړيواله ټولنه د دغه ګام د مخنيوی لپاره د بيدار اوسيدو غږ کړی.
بلخوا د شام بشري حقونو د څار اداره وايي چې تير کال د مارچ مياشت راهيسې د بشارالاسد پرضد پاڅون کې تر اوسه پورې له نولس زرو زيات کسان ووژل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنو چارو وزيرانو د ګل په ورځ غونډه کې په ۲۷ شامي کسانو او په درې کمپنيانو بنديز لګولی دی. دا د دغه ټولنې لخوا د بنديزونو اوولسم پړاو دی.