د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي په پروان کې د انجنېرانو وژونکي لټوي


د افغانستان د پروان ولایت پولیس وايي د بریښنا د چارو د دریو انجینرانو د قتل د عامیلینو د پیدا کولو په لټه کې دي.

دوه افغان او یو امریکايي انجنیر تیره ورځ د غوربند بامیانو پر لویه لاره د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ د امنیي قومندان صالح محمد مشال راډیو ته وویل چې دا انجنیران په موټر کې روان وو چې نا معلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

ده زیاته کړه چې له یوه کورولا ډوله موټر څخه د شا لخوا دې کسانو پر موټر ډزې شوي دي. نور معلومات نشته او برید کونکي تښتیدلي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دې درو انجینرانو د وژلو مسولیت پر غاړه نه دی اخستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG