د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګو کې برمته دولتي کسان خوشي کړل شول






سید شاه سقیم - مشال راډيو غزني

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې څلور ورځې وړاندې وسله والو د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې څلور تنه دولتي چارواکي تښتولي وو چې دوی يې د را خوشي کولو په موخه عمليات پيل کړي او اوس يې تښتول شوي څلور واړه دولتي چارواکي را له وسله والو څخه بېرته راخوشي کړي دي.

په برمته شويو څلورو تنو کې د کابل د پېنځمي امنيتي حوزې يو تن صاحب منصب هم شامل دی.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې وسله والو د تښتولو شويو دولتي مامورينو له کورنيو د دوی د ورخوشي کولو په بدل کې دوه سوه زره امريکايي ډالر غوښتي وو .

دی وايي وروسته بيا افغان ځواکونو د دوی د راخوشي کولو په موخه په جلرېز کې عمليات پيل کړل او نن يې د جلرېز په علي خېلو سيمه د وسله والو له منګولو څخه را خلاص کړي دي.

(( دغه عمليات د دوی د را خلاصولو له پاره ترسره شوي دي. له نېکه مرغه نن غرمه افغان ځواکونه وتوانېدل چي تښتول شوي کسان أه علي خيلو سيمه کې له وسله والو څخه بېرته را خوشي کړي. په راخوشي شويو کسانو کې د کابل د پېنځمې حوزې يو صاحب منسب هم دی. چې وسله والو يي د خوشي کولو په بدل کي دوه لکه ډالر غوښتي وو ))

شاهد زياتوي چې د عمليآتو پر مهال د دل اغا په نامه د وسله والو يو قومندان ټپي شوی او څلور نور ملګري يې وژل شوي دي.

دی وايي اوس هم په سيمه کې عمليات روان دي او تر هغو به دوام وکړي چې سيمه له وسله الو څخه پاکه شوې نه وي.

تر اوسه پورې د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوې ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې پېنځه افغان مزدوران تښتولي او وژلي وو .

XS
SM
MD
LG