د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د سکولانو محکمې ډپټي ډایریکټر په ډزو ټپي شو




نیاز موسه خېل - مشال راډيو

نن په کوټه کي د بلوچستان سکولانو محکمې ډپټي ډایریکټر،ابرار احمد د نا څرګنده وسله والو له اړخه په ډزو ټپي شوی. پولیس وایي،پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه،کله چي ابرار احمد نن سهار په شاوک شاه سړک ،خپل دوتر ته په رسیدو سره له ګاډۍ د کښته کیدو په حال کي وو.

پولیس زیاتوي،د ابرار احمد ساتونکیوله اړخه په ځوابي ډزو کي یو برید کوونکی وژل شوی. د دوی په خبره ټپي شوی لوړ رتبه حکومتي چارواکۍ له ټپي کیدو سم دستي وروسته، پوځي روغتون سي-اېم-اېچ ته وړل شوی او له درملنې وروسته یې طبي وضع سمه یاده شوې.

د ګوالمنډۍ پولیس تاڼې اېس-اېچ-او اختر شاه مشال ریډیو سره د خبرو پر مهال وویل، چي ټپي شوی ډپټي ډایریکټر،له هزاره قبیلې سره تعلق لري او داسي امکان څرګندیږي چي دا به د فرقه ایزو وژنو یوه پېښه وي،ولي چي پخوا هم له شیعه مسلک سره اړه لرونکي هزاره وګړي د دا قیسمه بریدونو ښکار شوي او پخوا ددغه ډول زیاتره بریدونو پړه وسله والې ډلې ٫٫لشکر جنګوي٬٬ په غاړه اخیستې،خو تر دې دمه کومې ډلې د پېښې پړه نه د منلې او نه هم چارواکیو تر دې دمه د وژل شوي برید پېژندګلو په ډاګه کړې.

XS
SM
MD
LG