د لاسرسي ځای



بازمحمد عابد


نذر يا نذرانه په پښتني ټولنه کې داسې يو دود دی چې له پخوا څخه رواج لري او اوس يې هم پښتنې ميرمنې پالي.

د پښتنو په ډيرو سيمو کې د يوه ارمان د پوره کيدو او يا هم د يوه ناروغ د روغتيا په خاطر د کورنۍ يو تن په ځان نذر مني او د ارمان پوره کيدو په خاطر خپلوان او ګاونډٍيان راټولوي او هغه منل شوی نذر په ګډه سره خوري. دا نذر په ځينو سيمو کې له غټو وريځو او شيدې څخه جوړيږي، او په ځينو ځايونو کې پرې بيا سيرلی حلالوي او وينه يې د ناروغ ماشوم په پښو کې تويوي.

د شمشاد په نوم د پاخه عمر يوه ميرمن چې د حصار شاهي په کيمپ کې استاده ده، او په ډيرو نذرونو کې يې برخه لرلې، مشال راډيو ته د نذر په اړه وويل:

« کله چې په کور کې یو تن مريض شي، نو د کور غړي يې هڅه کوي چې په څه نا څه طريقه دا مريض ښه شي. چې ډاکټر ته يې بوځي هغه ورته دوا ورکړي او مثبت تاثير پرې ونه کړي نو بيا چې د هرې لارې وي چې خدای داناروغ اوس ښه کړي نو بيا پرې خامخا نذر مني. د قرآن شريف ټکي پرې تلاوت کوي او بيا وايي چې خدايه دا خيرات ستا په نوم ورکوم. په دې اميد سره چې دا ناروغ به مو ښه شي. او يا دا چې زما په سر چې کوم مصيبت راغلی، دا رانه ليرې کړي.»

د افغانستان په ځينو ځايونو کې ښځې راټوليږي، او يوه مشهور زيارت ته سره ځي او هلته په ګډه منل شوی نذر سره خوري. نوموړې ميرمن چې څه وخت يې په مزار شريف کې تير کړی، وايي چې هلته ښځي زيارتونو ته نذرونه وړي.

« ما ډير عمر په مزار شريف کې تير کړی دی. هلته به مې په شاه ولی والله کې ليدل چې ښځو به زيارتونو ته پوښونه راوړل، هغه به يې پرې هوارول، په يوه غټ ديګي کې به يې پيسې اچولې، له ډيرو ليرو منطقو نه به ورته ښځې راتلې، چا به يوه ځانګو ځوړند کوله او دا په دې مانا چې که خدای زوی راکړي. او هلته ډير زيات زياتونه هم دي چې په بيلابيلو مناسبتونو کې ورته ښځې ورځي.»

يوه بله ميرمن وايي: کله چې هم نذر ومني نو بيا پرې خپلوان او ګاونډيان راټولوي او د شير برنج يا د وچې اوه رنګه ميوه له چايو سره د نذر په توګه خوري او د ناروغ د روغې سټې دعا کوي:

« هر کال په اخره چارشنبه کې موږ نذر نيسو. بزرګه مياشت کې هم نذر منو. کله چې نذر د خوړولو ورځ راشي بيا پرې خپلوان او ګاونډيان راټولوو او شير برنج، يا مالوده مو پخه کړې وي، هغه په ګډه سره خورو. او يا هم د سخي صاحب په نوم اوه رقمه وچه ميوه له چايو سره رابلل شويو ميلمنو ته ته ږدو. او هر څوک چې دا نذر وخوري بيا د خپل وس سره سم يوه څو روپۍ په پليټ کې اچوي، په دې پيسو بيا يو بل نذر منل کيږي.»

خو په افغانستان کې بيا ځينې هاغه ميرمنې چې لوړ تعليمونه يې کړي ، د نذر په شمول په ډير شګومونو باور نه لري. له همدغسې ميرمنو څخه يوه هم د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري هم ده. نوموړې د نذر په حقله مشال راډيو ته وويل.

« په افغاني ټولنه کې دا معمول دي چې د نذر ورکول، د نذر نيول او يا د نذر منل ډيره مروجه خبره ده خو زه د دې شي ډيره مخالفه يم، ځکه چې دا شی نه په اسلام کې شته، نه په قرآن کې شته. تر هر څه مهم، تر هر څه لوړ او تر هر څه اړين د خدای ج عبادت دی او بس.»

نذر په پښتني ولسي ادبیاتو او ولسي سروکو کې هم ډير ځله راغلی دی. پښتو لنډۍ چې زرګونه کلونه عمر لري د نذرانې يادونه په کې شوې ده او پښتو شعرونو ته يې هم لاره موندلې ده. د نذر په کلتوري ارزښت چې مو کله د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون وپوښت، هغه په ځواب کې وويل:

« کله چې د ولس له غيږي يو څه راپورته کيږي، شاعر به همغه انځوروي. يو په دې برخه کې د نذر او نذرانې خبره ده. د کوم ارمان په مقابل کې چې کومه فداکاري ښودل کيږي، د هغې نذرانه همدغه نذر دی چې زموږ شاعرانو په شعرونو کې را اخيستی دی انګيزه يې له ملي نظمونو څخه ده. لومړني بنسټونه يې ملي نطمونو ايښي دي. چې هغه زمونږ په چاربيتو، غزلو، لوبو ، بدلو او خصوصاٌ په لنډيو کې نذر ډير ياد شوی دی.»

ياده دې وي چې په ځينو کليو ، بانډو او ښارونو کې د نذر بهير داسې تر سره کيږي چې د نذر خوړلو وروسته هر ه ښځه له خپله وسه سره سم په قاب يا پليټ کې پيسې اچوي چې ورټولې شوې پيسې بيا د يو بل نذر په منلو سره مصرفيږي.


XS
SM
MD
LG