د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان مو بریدونه نه دي کړي. پاکستان





مجیب انګار

پاکستان یوارې بیا د افغان چارواکیو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په سرحدي سیمو کې يې د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه کړي دي.

د دغه هیواد پوځي چارواکو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې بې اساسه وبللې، چې ګنې د پاکستان له لوري د کونړ پر ځينې سیمو له تیرو څو ورځو راهیسې په سلګونو توغندي توغول شوي.

د پوځ د عامه اړیکو د ویندوی له دفتره بیګا ماخوستن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ هيڅکله د افغانستان پر لور توغندي نه دي توغولي.

په اعلامیه کې که څه هم د افغانستان ادعا بې اساسه بلل شوې، خو پر دې اعتراف شوی چې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر ګډه پوله د تندلارو وسله والو پرضد یولړ تصفيوي عملیات ترسره کړي او ښايي په همدې لړ کې د توپ ګولۍ د افغانستان پر خاوره لګیدلې وي.

د پاکستان پوځ دغه اعلامیه وروسته تر دې خپره کړه، چې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې ددې هیواد سفير د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.

د راپورونو له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین په کابل کې د پاکستان سفیر ته شکایت کړی چې پاکستاني پوځ له تیرو څو ورځو راهیسې د کونړ پر ځينې سرحدي سیمو درې سوه د توپ ګولۍ توغولي دي.

په عین حال کې د کونړ امنيتي مسوولین وايي په دې بریدونو کې تر اوسه څلور تنه ملکیان وژل شوي او یو زیات شمير نور له خپل کور کلي څخه کډه شوي دي.

د کونړ ولایتي ویاند د شنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس ته وویل، چې د پاکستان د پوځ له لوري توغول شوې درې سوه د توپ ګولۍ د کونړ پر شيګل او دانګام ولسواليو لګیدلي دي.

د پاکستان له لوري د کونړ او ننګرهار پر ځینې سرحدي سیمو د درنو وسلو بریدونه چې له اوږدې مودې راهیسې په بیا بیا دوام لري د سیمو خلک انديښمن کړي دي.

که څه هم پاکستان بر عکس پر افغانستان اعتراض کوي چې پر ګډه پوله يې له سوات، باجوړ او مومندو نه تښتيدليو وسله والو طالبانو ته د جنګي فعالیتونو لپاره لاره هواره کړېده خو د چارو کارپوهان دغه ډول بریدونه د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو پر وړاندې یو لوی خنډ ګڼي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان له لوري د ګډې پولې په اوږدو کې د پاکستان پر دیر، چترال، باجوړ او نورو سیمو تر یودرجن زیاتې ډله ييزې وسله والې حملې شوې دي چې په ترڅ کې يې په لسګونه پاکستاني پوځيان وژل شوي یا ټپيان دي.

د پاکستان له لوري دغه حملې په داسې حال کې يوارې پيل شوي، چې ددې هیواد نوي وزیرعظم د تیرې دوشنبې په ورځ کابل ته په خپل یو ورځني سفر کې د دواړو ګاونډيو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر لا پراخولو او غځولو ټينګار وکړ.

د کونړ په ګډون پر یوشمیر سرحدي سیمو له دې وړاندې هم د پاکستان پوځ ورته حملې کړې او د ځینې راپورونو له مخې په ځینې سیمو کې په لسګونو کلومتره وړاندې هم تللي دي خو د افغانستان دولت ددغو بریدونو پر وړاندې هیڅ جدي عکس العمل نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG