د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا او فاټا کې د غیرسرکاري ادارو ستونزې


د امن تحریک مشر ادریس کمال د یو لاریون مشري کوي
د امن تحریک مشر ادریس کمال د یو لاریون مشري کوي




هارون باچا - مشال راډيو

پراګ:- په خيبر پښتونخوا او قباييلي سيمو کې که له يوې خوا خلک د ژوندانه له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي، نو له بلې خوا د دغو مشکلاتو د حل له پاره يو شمېر مدني سازمانونه هم په وجود کې راغلي دي-

په دوی کې ځينې د سولې او امنييت له پاره کار کوي، نو ځينې نور بيا د بشري، ښځو او ماشومانو د حقونو او همدغه راز د وګړو د تعليم او صحت په ميدان کې خپل پروګرامونه پر مخ بيايي-

دا چې عام خلک د مدني سازمانونو يا اين جي اوګانو دغه کلچر ته په کومه سترګه ګوري او په خبرو او پروګرامونو يې تر کومه بريده باور کوي، په پېښور کې د امن تحريک مشر او سماجي کارکن ادريس کمال يې په ځواب کې وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې راغليو تېرو ناورينونو غير سرکاري ادارو پلو د خلکو په سوچ کې مثبت بدلون راوستی دی-

((په تېرو وختونو کې د اين جې اوګانو پر ضد ډېرې پراپيګنډې وې- خو کله چې د تېرې زلزلې او سيلاوونو پر مهال خلکو د دوئ کار وليدو نو ورته يې په ښه نظر کتل پيل کړل- د مذهبي ګوندونو هغه پراپيګنډې اوس څوک نه اوري- د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې سرغړاوي خو کېږي، خو په هغه زړه اندازه نه-))

بلې خوا ته د سوات په بحرين کې د تعليم په برخه کې کارکوونکی زبير توروالي وايي چې په ټولنه کې د جماتونو امامان اکثره وخت د اين جې اوګانو په کارونو کې د خنډ سبب کېږي-

((هر جمات کې چې ملايان زرګونه خلکو ته کیسې کوي، په هغو کې به د مدني سازمانونو د استازيو خبرې څوک څه واوري؟ زموږ خلک په فکري بحثونو زيات نه دي ميين- خو زه د خپلې تجربې په رڼا کې ويلای شم چې کله موږ داسې يو موضوع چې د ټولنې ټول وګړي يې تر اغېز لاندې راځي، رااوچته کړو او په ايماندارۍ سره کار وکړو، نو بيا خلکو ته خپله خبره کولای شو-))

زبير توروالي بيا په حکومتي ادارو کې د درغلیو او فساد شتون يوه بله مساله يادوي چې وايي د مدني سازمانونو په فعاليت يې بد اغېز کړی دی-

د امن تحريک مشر ادريس کمال په عين وخت کې په سياسي ګوندونو غږ کوي چې له مدني سازمانونو سره خپلې مرستې شريکې کړي چې دغه راز د ده په خبره، د ولسي ستونزو حل ته موثره لارې ولټول شي-

د کارپوهانو په اند د مدني ټولنې ادارې د دې وړ دي چې د ټولنې خلکو ته خدمت وکړي او په ټولنيز فکر او نظر کې يې بدلون راولي، خو ځينې داسې عوامل شته دي چې د دې سازمانونو او ادارو کار يې ورو کړی دی-

XS
SM
MD
LG