د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نور نو په زابل کې موټر سايکل نه شې چلولای"





سید شاه سقیم – مشال راډيو

چارواکي وايي په زابل ولايت کې يې د نا امنيو د پېښو د مخنيوي په موخه د موټر سايکلونو په تګ را تګ بنديز لګولی دی. دوی وايي ((سر له ننه که مو په ټول زابل کې څوک په موټر سايکلو سپاره وليدل موږ يې دښمن بولو او ورباندې ډزې کوو.))

چارواکي وايي دغه پرېکړه مو د عامو وګړو د ساتنې او د وسله والو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه کړې ده.

د زابل مرستيال والي محمد رسول يار وايي وسله وال طالبان هر وخت په موټر سايکلونو ګرځي او پر دولتي چارواکيو د بريدونو لپاره هم له ليرې سيمو تر دولتي ودانيو په موټر سايکلونو ځانونه رسوي.
دی وايي د زابل د امنيتي غونډې برخه والو پرېکړه وکړه چې نور به نو هيڅوک هم په ټول زابل په موټر سايکل نه سپرېږي.

د رسول يار په خبره که له دې وروسته په مرکز يا ولسواليو کې څوک په موټر سايکل سپور وليدل شو امنيتي چارواکي به يې په نښه کړي.

(( تاسي پوهېږئ چې وسله وال هر وخت په جګړه کې له موټر سايکلونو کار اخلي. او په دې توګه د عامو وګړو د سوله ييز ژوند د ګډوډلو له پاره وسله وال موټر سايکلونه کارکوي. نن موږ په امنيتي غونډه کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به نو په ټول زابل کې په موټر سايکلو سپرېدل بند وي. موږ هڅه کوو چې په دې توګه د عامو وګړو ژوند وژغورو او خلک هم بايد راسره مرسته وکړي ))

بله خوا بيا وسله والو طالبان د زابل د امنيتي چارواکيو دغه پرېکړه يوازې خبرې بولي .

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي که امنيتي چارواکي ډېر وتوانېږي نو يوازې په قلات، شا جوی او شهر صفا سيمو کې به په موټر سايکلونو تګ راتګ بند کړي. خو په نورو سيمو کې به همداسې روان وي.

احمدي وايي که دولتي چارواکي په خپله پرېګړه ټينګ پاتې شي کېدای شي زيات عام وګړي چې په موټر سايکلونو تګ را تګ کوي ووژل شي.

تر دې وړاندې په غزني کې هم د موټر سايکلونو په تګ راتګ بنديز لګول شوی وو چې د سيمې د اوسېدونکيو په خبره طالبانو يې په غبرګون کې د غزني ټول ښوونځي د زده کوونکيو پر مخ وتړل.

XS
SM
MD
LG