د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيمې په اړه نړیوالې ورځپانې څه وايي؟







وال سټریټ ژورنال لیکي په ایران کې اقتصادی مشکلاتو په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو روزګار او ژوند هم متاثره کړی دی، چې اوس بیرته خپل وطن ته لیږل کیږي، او واشنګټن پوسټ لیکي، د پاکستان او هند تر منځ کرکټ لوبو ته ولس زیات خوشاله ښکاري، او خلک غواړي له یو بل سره رابطې زیاتې کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، په ایران د امریکایي حکومت لخوا د اقتصادي دباو له وجې په دغه هیواد کې میشت افغانان هم له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. له افغانستان سره د ایران پر پوله د ایراني چارواکیو لخوا په دغه سیمو کې په میشتو افغان کډوالو دا زور زیات شوی، چې باید دوی دې خپل وطن ته ستانه شي. په دغو کې هغه خلکو ته هم د ایران د پریښودلو ویل کیږي، چې دغلته کار روزګار لري، او د دې لپاره قانوني اجازت هم لري.

په دغه سیمو کې کارګر افغانان وایي په دې تیر وخت کې د ایراني ریال د قیمت له کمیدو سره د دوی کار هم خراب شوی دی، او اوس د دوی سامانونه په لږه بییه په دغه هیواد کې اخیستل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د ایران سفارت او په هرات کې د ایران کونسل خانې په دې اړه د دوی د پوښتنو هیڅ ځواب ورنه کړ، چې ولې له دغه هیواده افغان کډوال او کاروباریان ویستل کیږي. اخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم په ایران د ممکنه اقتصادي بندیزونو او له دې له عمله د افغانانو د متاثره کیدو په اړه له څه ویلو ډډه کړې.


د دغې اقتصادي مسلو درامنځته کیدلو سره د ایران او افغانستان پر پوله اسلام قلا کې داسې افغانان لیدل کیږي، چې په ایران کې یې خپل روزګار له لاسه ورکړ او اوس بیرته خپل وطن ته ستنېږي.

اخوا واشنګټن پوسټ لیکي، که څه هم پاکستان او هند روایتي حریف ګڼل کیږي، او له یو بل سره یي جنګونه هم شوي ، او په یو بل وخت په وخت تورونه هم لګوي، خو د دواړو هیوادونو ولس راروان کرکټ لوبو ته ډیر خوشاله دي، او دا ښایي چې خلک جنګونه نه بلکې د لوبو او نورو داسې کارونو له وجې له یو بل سره ملاویدل غواړي.

ورځپاڼه لیکي، د دواړو حکومتونو تر منځ ناباوري زیاته ده، خو خلک او سیاستوال یي هم خوښوي، د کرکټ له لارې له یو بل سره رابطې زیاتې کړي. په دواړو هیوادونو کې اوس ځوانان د ټولنیزو رسنیو لکه فیس بک او ټویټر له لارې له یو بل سره رابطې لري، په حالاتو خپل نظر شریکوي. او چرته چې یې داسې پاڼې هم جوړې کړي دي، لکه دً پولې سره مینه ًښکاره کوي، دوی د پوځونو او حکومتونو د پالیسو سره نه بلکې ولس یې د ولس سره رابطه جوړول غواړي.

واشنګټن پوسټ دا هم وایي په ټولنیزه میډیا رابطې او کرکټ ډپلومیسي د دواړو هیوادونو ولس له یو بل سره نږدي کوي، خو بیا یي هم حکومتونه او پوځ خپل روایتي مخالفت پالي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG