د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د هېواد او مریم ژوند دي خوندي کړل شي"


مریم او هېواد وايي،په خپله خوښه یې واده کړی
مریم او هېواد وايي،په خپله خوښه یې واده کړی




د پيښور های کورټ( عالي محکمې) د هغه افغان زلمي او پيغلې په باب فیصله واوروله، چې وايي، کورنیو یې د خپلې خوښې واده کولو سره مخالفت درلود نو ځکه پاکستان ته راتښتیدلي دي.

هیواد او مریم دوه هغه مینان دي، چې د خپلې خوښې واده کولو په جرم کور کلي پریښودو ته مجبور شوي او دا وخت د اسامه بن لادن په پناه ځای یعنې ایبټ اباد کې له کړاوونو او ویرې ترهې ډک ژوند تیروي.

د پيښور های کورټ مشر قاضي دوست محمد خان د ګل/ دوشنبې په ورځ له خپله لوري د راغوښتل شوې محاکمې په پای کې امنیتي او حقوقي څانګو ته امر وکړ چې د هیواد او مریم ژوند خوندي کړي او ددوی ټول ضروریات په پام کې نیولو سره لازم اقدامات وکړي.

دوست محمد خان وویل، هیواد و مریم ته د سر سیوری، خوراک، څښاک او د ژوندانه نورې اسانتیاوې برابرول د حکومت پر غاړه دي او ټينګار يې وکړ چې اړوندې ادارې باید په دې لړ کې هیڅ غلفت ونه کړي.

هغه پولیسو ته امر وکړ چې د هیواد و مریم امنیت ته دې سخته پاملرنه وکړي او ټینګار يې وکړ چې په دې برخه کې به هیڅ ډول بې غوري ونه زغمل شي.

مریم، چې تور پوړنی يې پر سر و د قاضي پر وړاندې اقرار وکړ چې له هیواد سره مینه لري او د همدې مینې زور و چې خپل کور کلي پریښودو ته يې اړ ویسته.

مریم دا هم وویل، چې کورنۍ يې غوښتل یوه سپين ږیري سړي ته يې واده کړي خو دې د شریعت په رڼا کې له هیواد سره د ګډ ژوند تیرولو فیصله وکړه.

هیواد چې په سترګو او تندي يې د پریشانۍ نښې له ورایه ښکاریدې قاضي ته وویل، مریم يې خوښه ده او دوی دواړه په خپله خوښه له یوبل سره اوسیدل غواړي.

هیواد و مریم شل پنځه ویشت ورځې وړاندې له افغانستانه په دې خاطر پښې سپکې او په ایبټ اباد کې يې پناه واخیسته چې په خبره يې کورنیو يې ددوی له واده سره مخالفت کاوه.

څو ورځې وړاندې د دغه ښار پولیسو دواړه ونیول، هیواد يې او مریم يې یتیم خانې ته ولیږدول، خو وروسته تر دې چې خبره تر مطبوعاتو ورسیده د پيښور عدالت مشر قاضي له خپله لوري دغه دوسیه تعقیب او اړوندو ادارو ته د لازمو اجراتو امر وکړ.

دغه دواړه مینان، چې تیره میلادی میاشت د خپل یوه پاکستاني ملګري په مرسته تر ایبټ اباده ورسیدل افغانستان ته بیرته ستنیدل ناممکنه ګڼي او وايي که خپل کور کلي ته ستانه شي نو وبه وژل شي.

په افغانستان کې جبري ودونه نوې خبره نده، دغه ناوړه دود د ډيرو پيغلو و ځوانانو هیلې له خاورو سره خاورې کړی دي.

خو د چارو کارپوهان د کورنۍ عزت د ژغورنې په نوم له خپلو شرعي او طبیعي حقوقو څخه د هلک و نجلۍ بې برخې کول د شرعي او په هیواد کې د پليو قوانینو ضد بولي او غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې باید دغه ستونزې ته سخته پاملرنه وکړي.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG