د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې د خوړو نړۍ واله اداره فنډ نه لري"


د خوړو نړۍ وال پروګرام څلی
د خوړو نړۍ وال پروګرام څلی





رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د خوراک نړۍ والې ادارې وېره ښودلې چې په پاکستان کې سږ کال د خوراک نړۍ والې ادارې ( ډبلېو اېف پي) مختلفې پروژې د فنډ کمښت له وجې بندېدای شي.

په پاکستان کې د خوراک نړۍ والې ادارې ویاند امجد جمال مشال راډېو ته وویل چې د ډبلېو اېف پي پروژو ته سږ کال د ١٩٣ میلیون ډالرو ضرووت وو چې اوس د ۷۷ میلیون ډالرو له کمي سره مخامخ دي او دده په خبره که دا کمی پوره نه شو نو په پاکستان کې څه نا څه ۱۲ لاکه کسان ترې متاثره کېداﺉ شي.

نوموړی زیاتوي که د سږ کال له جولايي تر ډسمبره دوی ته ۷۰ میلیون ډار ور نه کړل شي نو ګڼې پروژې لکه د مړولو( نیوټرېشن) خواړه د کار لپاره، په سکولونو کې ماشومانو ته خواړه ورکول او ددې تر څنګ د قبایلي سیمو متاثرینو لپاره روان پروګرامونه د بندېدو له خطر سره مخامخېداﺉ شي.

دی وايي چې په دې لړ کې یې له خپلو بسپنه ورکونکو( ډونرز) او د خلیجي ملکونو له بسپنه ورکونکو سره خبرې دوام لري خو لا تر اوسه چندانې برمختګ نه دی شوی.

امجد جمال وايي په ملک کې د خوراک نړۍ والې ادارې د روانو پروژو پشان د جلوزو کېمپ کډوال تري هم متاثره کېداﺉ شي.

،،د کډوالو لپاره چې کوم خوراکې مواد موږ ورکوو، په هغو کې مو پنځوس فېصده کمۍ کړی دی. لکه دالونه د ماشومانو خوراکي مواد او بسکټې وغېره کم کړي دي. ښکاره خبره ده چې فنډ راسره نه وي نو دا خوراکې پروګرام مخکې نه شې تلاﺉ،زموږه خپل کوښښ جاري دی، زر تر زره فنډ ملاؤ شي چې دا پروګرام د ځنډ ښکار نشي،اؤ که موږ ته نور فنډ نه ملاوېږې نو کېدای شي د ٢٠١٢کال له سپتمبرمیاشتې و پس موږ دا پروګرام بند کړو،،

بلخوا له مشال راډيو سره د جلوزو کېمپ مشر نور اکبر وویل، که د خوراک د کمي څه ستونزه مخې ته راغله نو په دې لړ کې به د نورو مرستندویه ادارو کمک ترلاسه کړي.

،،موږ ته د خوراک نړۍ والې ادارې د فنډ د کمي اندېښنه ښودلې خو هغوی لا د پروګرام بندولو په باب څه نه دي ویلي، که هغوی داسې وویلي وي نو نورې ادارې هم شته چې هغوی ته به بیا موږ خواست کوو. دا مو د خپل هیواد خلک دي چې ارومرو به یې حکومت هم ذمه واري پرغاړه اخلي،،

د جلوزو کېمپ مشر زیاتوي چې دا وخت په کېمپ کې دیارلس زره کډوالې کورنۍ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG