د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان راکټي بریدونه به اړیکي سخت خراب کړي "


د افغانستان د خارجه چارو مرستیال وزیر جاوید لودین
د افغانستان د خارجه چارو مرستیال وزیر جاوید لودین





د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دغرني هوان سل مرمۍ لګېدلې دي .

سیمه یز چارواکې او ځايي خلک ادعا کوي ، ټولې مرمۍ پاکستاني پوځ توغولې دي.

د تازه بریدونو راپورونه په داسې حال کې راغلي چې پرون د اتوار/ یکشنبې په ورځ افغانستان د پاکستان سرکار ته ته خبردارې ورکړ، که یې د ډیورنډ کرښې بله غاړه دوی پر خاوره نورې مرمۍ وویشتې نو تعلقاتو ته به سخت زیان ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د خارجه چارو مرستیال وزیر جاوید لودین د اتوار په ورځ په کابل کې پاکستانی سفیر په تازه بریدونو د خبرو لپاره وربللی دی.

بلخوا تېره شپه نا وخته د پاکستان پوځ په یو خبرپاڼه کې دا تورونه رد کړي دي.

خو په کونړ ولایت کې د دانګام ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالرزاق مشال راډیو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له دوه سوه زیاتي مرمۍ دپاکستاني پوځ له لوري د دانګام ولسوالۍ په زوړ براول، سور کمر او نورو کلیو راتوغول شوي چې ځاني زیان نلري، خو خلکو ته يی مالي زیانونه اړولي دي

(( له پرون راهیسي تقریبا دوه سوه او څلویښت مرمۍ راغلي دي. په زوړبرول ،شینکې او کیچلي کې لګیدلي دي . د کورونو شاوخوا لګیدلي دي خو چاته يي ځاني زیان ندی اړولی ))

ورته ادعاوې د کونړ والي فضل الله وحیدي هم لګولې، هغه مشال راډیو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دپاکستان د پوځ له لوري په دانګام سل مرمۍ راویشتل شوي . دکورونو شاوخوا لګیدلي او ځاني تاوان نه لري.

((ملي امنیت چې کوم راپور راکړی ۳۵ مرمۍ پکې ښودل شوي .او کوم راپور چې د پوځي همغږۍ دفتر راکړی په هغه کې ۶۴ مرمۍ ښودل شوي چې ددواړو راپورونو شمیر سل کیږي .په ټولو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی ))

وحیدي وايي، دوی ته چې کوم راپورونه راغلي دي .ټولي راتوغول شوي مرمۍ د پاکستان جوړې او د پاکستاني پوځ لخوا راویشتل شوي دي.

هغه وايي په تیرو نزدې څلورو میاشتو کې د کونړ په خاص کونړ، سرکاڼو، شیګل ، ناړۍ او دانګام ولسوالیو د دوه زره په شاوخوا کې مرمی راویشتل شوي چې له امله يي لس تنه وژل شوي او له شلو زیات ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکې بیا دا نه مني چې ګنې د دوي پوځ دې د کونړ په خاوره توغندۍ ویشتلي وي .

داسې راپورونه دي چې په نزدي رتلونکې کی د افغانستان و پاکستان ترمنځ په جلال اباد کې ګډه غونډه وشي چې پر افغان خاوره د توغېدونکو مرمیو موضوع وڅېړي.

XS
SM
MD
LG