د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سږ کال تر پایه ټول افغان کډوال باسو. پاکستان


افغان کډوال په پاکستان کې هم چندو ښه ژوند نه تېروي
افغان کډوال په پاکستان کې هم چندو ښه ژوند نه تېروي




د پاکستان حکومت وايي، چې د روان کال تر پایه به یې په هېواد کې مېشت ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي او ددې لپاره یې د یو سیټم په جوړولو یې کار روان کړی دی.

د پاکستان د قبايلي او رياستي چارو وفاقي وزير انجینیر شوکت الله د مشال ريډیو خبریال مجید بابر ته وویل په پاکستان کي میشت افغان کډوالو لپاره خپل هيواد ته د ستنیدو وروستۍ نيټه د روان کال د دسمبر ۳۱مه حتمي ده .

په ۲۰۱۰م کال کې دا فیصله شوې وه چې د ۲۰۱۲م کال په ۳۱ م ډسمبر کې به په پاکستان کې له تېرو ۳۰ کالو راهیسې مېشت افغان کډوال خپل هیواد ته په خپله خوښه ستنېږي. او ددې لپاره د قبايلي او رياستي چارو وفاقي وزارت د یو سیسټم په جوړولو کار روان کړی دی چې دغه کډوال به په څه طریقه خپل هیواد ته ستېنږي او هلته به یې د اوسېدو بندوبست څه وي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د ملګرو ملتونو د کډووالو ادارې د وينا تر مخه دا مهال په پاکستان کی اتلس لکه قانوني او هم دومره غير قانوني کډوال میشت دی.

پاکستان وايي چي اوس په افغانستان کی د امنييت وضع ښه ده او غواړي چی دغه کډوال خپل هيواد ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG