د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوزڼ څاڅکي کمپین لپاره، طالبانو سره خبرې کوو"





د قبايلي سيمو لپاره د صحت څانګې چاوراکي وايي حکومت او سرکاري انتظامییه د وسله والو طالبانو رضا کولو لپاره خبرې کوي چې په شمالي و جنوبي وزیرستانونو او د خیبر په باړه کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکولو اجازه ورکړي.

د صحت څانګې چاوراکي ډاکتر فواد خان د مشال راډيو له خبریال مجید بابر سره په خبرو کې وویل، ” حکومت هم کوښښ کوي، پولیټیکل اجنټ هم لګیا دی، او زموږ د پارلمان غړو هم کوښښ لګیا کړی دی، امن جرګه هم ددې لپاره منډې ترنډې وهي، او څنګه چې پرمختګ وشي نو د هغې له مخې به بیا موږ خپل کار پر مخ وړو.

په جنوبي و شمالي وزير ستانونو او دغه ډول د خیبر په باړه کې وسله طالبانو په خپلو سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکولو کمپین منع کړی دی.

د روانې جولايي مياشتې په ۱۶مه ۱۷مه او ۱۸مه نيټه په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ناروغي نه د بچ کيدو د څاڅکو کمپين تر سره شو خو په وزير ستانونو او د خيبر ایجنسي په باړه کې لا هم څه نا څه درې لاکه ماشومان له څاڅکو ورکولو بې برخې دي چې که د ګوزڼ ضد څاڅکي ور نه کړل شي نو ډېر یې د تل لپاره له پښو لویدلای شي. ځکه چې د ګوزڼ ناروغي د لګېدو له وجې ماشوم د ټول عمر لپاره شل کېدلای شي. خو اوس ددغه ماشومانو د روغ رمټ صورت لرلو راتلونکې د وسله والو طالبانو پر هو او نه ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG